تالقان (پژواک، ١٤ غويی ٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د دغه ولايت د طالبانو د مرستيال والي په ګډون ۶۷ طالبان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د تخار لپاره د طالبانو د مرستيال والي مولوي قادر په ګډون ٦٧ طالبان وژل شوي او ٤١ نور ټپيان دي.
ده زياته کړه چې په خواجه بهاوالدين کې د کهنه شاخ، کندهاريانو، القناق او حمزه کليو په ګډون ٢٠ کلي له طالبانو سره وو چې امنيتي ځواکونو ترې بېرته نيولي دي.
جوزجاني وايي چې طالبانو د خواجه بهاوالدين- درقد ولسواليو لويه لاره هم په ماينونو پوښلې وه چې د پاکونې لپاره يې عمليات روان دي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي فرهاد پژواک ته وويل چې طالبانو د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې پرېیښې او قول اباد سيمه کې خپلو پخوانيو سنګرونو ته تللي دي.
خو طالبان بيا يادې څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په تخار کې نه کوم طالب چارواکې او نه هم نور طالبان وژل شوي دي.
هغه وايي چې د تخار درقد ولسوالۍ اوس هم د طالبانو له لوري کلابنده ده خو خواجه بهاوالدين په اړه يې څه ونه ويل.
د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې د تخار په خواجه بهاوالدين او درقد ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې جګړې روانې دي او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن