مزارشريف (پژواک، ۱۵ غويى ۹۶): د عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند پلويان وايي، که چا يې غږ وانه ورېده سپين کفنونه به له سره تاو او د ارګ مخې ته به خېمه ووهي.
دوی همداراز وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د جنرال دوستم په ملاتړ ځان ارګ ته ورساوه او بيا يې ورپسې توطيې پيل کړې.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ۱۵مه،د جنبش ګوند غړو او د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال دوستم پلويانو د نوموړي په ملاتړ غونډه وکړه.
دوی چې له ځانه سره يې د هېواد ملي بيرغ درلود، د دوستم په ملاتړ شعارونه ورکول.
په ياده غونډه کې چې د ګډونوالو شمېر يې سلګونو تنو ته رسېده، د جنبش ګوند د غړو تر څنګ په کې د احمدضيا مسعود د سياسي دفتر ځينو کسانو او همداراز د جنبش روشنايي غړو هم برخه لرله.
په بلخ کې د جنبش ګوند مسوول سيد شمس الله سادات ولسمشر محمد اشرف غني ته په اشارې سره وويل، د شمال د اوسېدونکو په رايه يې ارګ ته ځان رسولی دی.
نوموړي ناستو خلکو ته اشاره وکړه او ويې ويل: ((تاسو د خپل عاليقدر رهبر په خوله ورته رايه ورکړه، ارګ ته مو ورساوه، د تحليف پر مهال مو ورته ملا وتړله.))
خو سادات په خپګان وويل، له کله نه چې اشرف غني ارګ ته ننوتی؛ نو د جنرال دوستم په خلاف يې توطيې پيل کړې دي.
نوموړي زياته کړه، د دې پر ځای چې جنرال دوستم تقدير شوی وای، سپک شو، تحقير شو چې ورسره ميليونونه خلک توهين شول.
سادات وويل،دوه کاله وروسته بيا ولسمشريزې ټاکنې پيليږي، اوسنی ولسمشر به ترې رايې په خوب او خيال کې هم ونه ګوري.
د هغه په وينا، نن يې سلګونه کسان غونډې ته رابللي، سبا به زرګونه کسان سړکونو ته را وباسي که يې بيا هم غږ وانه ورېدل شو، نو سپين کفنونه له سره تاووي او د ارګ مخې ته به خېمه ووهي.
سادات وويل، دوستم بايد نور په کور کې نظر بند نه وي.
login or register a new account.