کندوز (پژواک، ١٥ غويى ٩٦) : چارواکي وايي چې د بدخشان ولايت په اشکاشم ولسوالۍ کې د يرغليزو بريدونو پر مهال يې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په کندوز کې د پوليسو د شمال ختيځ ٨٠٨ زون قوماندانۍ وياند محفوظ الله اکبري د غويي په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونو پرون د بدخشان ولايت د اشکاشم ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې يرغليز عمليات پيل کړي وو.
هغه زياته کړه چې تر ماښامه پورې په دې عملياتو کې تر ٦٠ زيات وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.
اکبري وايي چې په دې عملياتو کې د وسله والو درې هاموى ټانکونه، دوه پايې دهشکې، دوه پايې ٨٢ ملي متري توپ ، يو ميل هوان او نورې وسلې دولتي ځواکونو ترلاسه کړې دي.
د نوموړي په وينا، دولتي ځواکونو د جګړې په لومړۍ ليکه کې يو کيلو متر پرمختګ کړى او جګړه اوس هم روانه ده.
وسله والو طالبانو هم په يوه اعلاميه کې ادعا کړې چې په اشکاشم ولسوالۍ کې يې ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دوى په جګړه کې د خپلو اوو وسله والو مرګ ژوبله تاييد کړې ده.
login or register a new account.