مزارشريف (پژواک، ۱۶ غويى ۹۶): د سياسي چارو کارپوهان او عام خلک وايي چې د جنبش پلويان بايد په اوسنيو شرايطو کې د خپلو ګوندي او قومي ګټو پر ځای د ملي ګټو خونديتوب لومړيتوب ورکړي.
د جنبش ګوند پلويانو له تېرو څو ورځو د شمال زون په جوزجان او بلخ ولايتونو کې د جمهوري رياست او په ځانګړې توګه د ولسمشر محمد اشرف غني خلاف غونډې وکړې او په خپلو څرګندونو کې يې خلک دې ته وهڅول، چې له ارګ څخه د خپل رهبر د حق غوښتنې لپاره غږ پورته کړي.
له هغه مهاله، چې له ايشجي سره د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ستونزه پيدا شوه او حقوقي اړخ يې ونيو، نو جنرال دوستم په خپل کور کې د نظر بند په توګه اوسېږي.
تېره ورځ په همدې غبرګون د جنبش ګوند پلويانو د جنبش روشنايي د غړو او د ضيا مسعود د سياسي ملګرو په ملتيا د جمهوري رياست پر خلاف د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې غونډه درلوده.
په ياده ناسته کې د جنبش ګوند د بلخ ولايتي څانګې مسوول سيد شمس الله سادات وويل، ولسمشر محمد اشرف غني ته د جنبش ګوند د رهبر جنرال دوستم په امر دروازه خلاصه شوه.
نوموړي همداراز جمهور رييس د جنرال دوستم پر وړاندې په توطيه جوړولو تورن کړ.
هغه د جنرال دوستم پر وړاندې توطيه جوړول د ميليونونو خلکو پر وړاندې د توطيې جوړولو سره برابره خبره وګڼله.
بلخوا د بلخ ولايتي شورا وکيل او د جنبش ګوند غړي شجاع الدين شجاع په همدې غونډه کې خلک د ارګ په خلاف پورته کېدو ته وهڅول.
خو د سياسي چاروکارپوهان وايي چې په ورته حالاتو کې قومي، ګوندي او سمتي مسايلو ته لمن وهل ګناه ده.
د سياسي چارو کارپوه وکيل متين پژواک خبري اژانس ته وويل، نور نو بايد دا خبرې هېرو کړو، چې زه تاجک يم، پښتون يم، ازبک يم او د همدې اړخونو له لارې بايد کار وکړم.
نوموړي زياته کړه، وطن له ځينو کورنيو او بهرنيو ستونزو سره مخ دی؛ ټول بايد د يو ملت په توګه د دولت ملتيا وکړو.
د هغه په وينا، هغه خلک ګناه کوي چې خپلې شخصي، ګوندي او قومي ګټې د ملي دريځ له لارې خلکو سره شريکوي او د ولس له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP