منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” د جنبش پلويان دې د ګوندي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۶ غويى ۹۶): د سياسي چارو کارپوهان او عام خلک وايي چې د جنبش پلويان بايد په اوسنيو شرايطو کې د خپلو ګوندي او قومي ګټو پر ځای د ملي ګټو خونديتوب لومړيتوب ورکړي.

د جنبش ګوند پلويانو له تېرو څو ورځو د شمال زون په جوزجان او بلخ ولايتونو کې د جمهوري رياست او په ځانګړې توګه د ولسمشر محمد اشرف غني خلاف غونډې وکړې او په خپلو څرګندونو کې يې خلک دې ته وهڅول، چې له ارګ څخه د خپل رهبر د حق غوښتنې لپاره غږ پورته کړي.

له هغه مهاله، چې له ايشجي سره د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ستونزه پيدا شوه او حقوقي اړخ يې ونيو، نو جنرال دوستم په خپل کور کې د نظر بند په توګه اوسېږي.

تېره ورځ په همدې غبرګون د جنبش ګوند پلويانو د جنبش روشنايي د غړو او د ضيا مسعود د سياسي ملګرو په ملتيا د جمهوري رياست پر خلاف د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې غونډه درلوده.

په ياده ناسته کې د جنبش ګوند د بلخ ولايتي څانګې مسوول سيد شمس الله سادات وويل، ولسمشر محمد اشرف غني ته د جنبش ګوند د رهبر جنرال دوستم په امر دروازه خلاصه شوه.

نوموړي همداراز جمهور رييس د جنرال دوستم پر وړاندې په توطيه جوړولو تورن کړ.

هغه د جنرال دوستم پر وړاندې توطيه جوړول د ميليونونو خلکو پر وړاندې د توطيې جوړولو سره برابره خبره وګڼله.

بلخوا د بلخ ولايتي شورا وکيل او د جنبش ګوند غړي شجاع الدين شجاع په همدې غونډه کې خلک د ارګ په خلاف پورته کېدو ته وهڅول.

خو د سياسي چاروکارپوهان وايي چې په ورته حالاتو کې قومي، ګوندي او سمتي مسايلو ته لمن وهل ګناه ده.

د سياسي چارو کارپوه وکيل متين پژواک خبري اژانس ته وويل، نور نو بايد دا خبرې هېرو کړو، چې زه تاجک يم، پښتون يم، ازبک يم او د همدې اړخونو له لارې بايد کار وکړم.

نوموړي زياته کړه، وطن له ځينو کورنيو او بهرنيو ستونزو سره مخ دی؛ ټول بايد د يو ملت په توګه د دولت ملتيا وکړو.

د هغه په وينا، هغه خلک ګناه کوي چې خپلې شخصي، ګوندي او قومي ګټې د ملي دريځ له لارې خلکو سره شريکوي او د  ولس له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي.

وکيل متين وويل، چې دم ګړۍ ازبک قوم په دولت کې په مهمو او اساسي څوکيو کې برخه لري.

نوموړي د ولسي جرګې رييس ته اشاره وکړه، چې له ازبک قوم سره تړاو لري.

نوموړي د جنرال دوستم او ارګ تر منځ روانه ترينګلتيا د شخصي ګټو پاللو او د نيمګړتياوو پټېدو هڅې وبللې.

د سياسي چارو کارپوه غلام علي وايي، ورته خلکو هېڅ کله د وطن لپاره غږ نه دی پورته کړی.

نوموړي زياته کړه، دوی يو ځل بيا پر خلکو د خپلې زورواکۍ تحملېدل غواړي.

د هغه په وينا، په اوس وخت کې نه دا ښه سياست دی او نه هم کومه پايله لرلی شي.

له کومې ورځې چې د ايشجي او جنرال دوستم تر منځ ستونزه راپيدا شوې نو په دولت کې يې د جنرال دوستم پر موقف منفي اغېز کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست