Language

وسله والو طالبانو د کندوز-خان اباد لويه لار خپله ولکه کې راوسته

کندوز (پژواک، ١٦ غويى ٩٦): د کندوز ولايتي شورا وايي، چې قلعه زال ولسوالۍ له سقوط وروسته؛ د کندوز-خان اباد لويه لار هم د وسله والو طالبانو لاسونو ته غورځېدلې ده.

د کندوز د ولايتي شورا غړي رباني رباني نن (١٦ غويى) پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو پرون سهار د کندوز-خان اباد پر لويې لارې هم بريد کړى چې په پايله کې يې د دغې لارې کنټرول هم ترلاسه کړى دى.

هغه زياته کړه: "د يادې لويې لارې په سقوط سره د کندوز-تخار لويه لار په بشپړه توګه تړل شوې او په ياده لويه لار کې ټولې موجودې پوستې هم د طالبانو لاس ته لوېدلې، چې په ترڅ کې يې يو شمېر امنيتي ځواکونه وژل شوي او قلعه زال ولسوال هم سقوط شوې، په دولت په جدي توګه غواړو څو ژر تر ژره د نيول شوو سيمو بيرته نيولو لپاره ګام پورته کړي."

ورته مهال د کندوز د والي وياند محمود دانش وايي، وسله والو مخالفينو پرون سهار د کندوز-تخار پر لويې لارې بريدونه کړي، چې په پايله کې يې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او بريدونه يې په شا تنبول شوي دي.

login or register a new account.