ښرنه(پژواک،٢١غويى٩٦): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولايت کې د ځمکو د خړوبولو په موخه د لمريزې برېښنا په وسيله د اوبو ايستل پيل شوي چې له امله يې د اوبه کچه ټيټه شوې او خلک له ستونزو سره مخ دي.
د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي رومان د غويي په٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې کروندګرو د ځمکو د خړوبولو په موخه د اوبو را ايستلو لپاره د لمريزې برېښنا سيستم فعاله کړى دى.
هغه وايي: (( د همدې سيستم له امله په ډيرو ځايونو کې د اوبو کچه ټيټه شوې او خلک د څښاک لپاره هم اوبه نه لري.))
دغه راز د مرکز ښرنې د سرې کلا اوسېدونکي سيد محمد هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د اوبو کچه ډيره ټيته شوې ده.
هغه وايي: (( پخوا به خلکو د ځمکو د خړوبولو لپاره د کارېزونو او ويالو له اوبو څخه استفاده کوله، خو اوس خلکو په برمو څاکانې وهلي او د ماشينونو په وسيله اوبه راباسي.))
هغه وايي چې د دې نوي سيستم په فعاليدو سره د ډيرو سيمو په لاسي څاګانو کې اوبه وچې شوي او خلک له ستونزو سره مخ دي.
دغه راز په پکتيکا کې د مدني ټولنې غړي محمد الله هم دې ستونزې ته په اشارې سره وويل چې حکومت بايد د کروندګرو د اوبو ستونزه هواره کړي.
هغه وايي: (( بزګران مجبور دي چې خپلې ځمکې اوبه کړي او اوبه ورته پيدا کړي که دا کار ونه کړي فصلونه يې وچيږي.))
ده وړانديز وکړ چې د يادې ستونزې د مخنيوي په موخه دې حکومت په کليو کې د اوبو کوچني بندونه جوړ کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا والي الياس وحدت هم وويل چې د لمريزې برېښنا په وسيله د اوبو رايستلو، د اوبو کچه ټيټه کړې ده.
ده وويل چې په اړونده برخه کې يې کار پيل کړى، ترڅو د يو منظم پلان له مخې دغه ستونزه هواره کړي.
هغه وايي: (( موږ کوښښ کوو چې ددې کار لپاره بديل پيدا کړو، ترڅو نه کروندګر او نه هم خلک زيانمن شي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP