Language

کندوز کې ۲۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز (پژواک، ۲۲ غویی ۹۶): د شمال ختیځ زون مسوولین وايي چې د کندوز- خان اباد لویې لارې په اوږدو کې د ګډو چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د یوه ډلمشر په ګډون ۱۶ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

په هغې خبرپاڼه کې د شمال ختیځ زون د ۲۰مې پامیر فرقې له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را رسېدلي، راغلي چې دغه عملیات تېره شپه د کندوز- خان اباد د لویې لارې پاکولو په موخه پیل شوي وو. 

خبرپاڼه کاږي، د دې تر څنګ په دغو عملیات کې د شېر افضل په نوم د یوه ډلمشر په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي، دغه راز د یاد لارې په اوږدو کې څلور ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.

 په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې تېره ورځ هم د کندوز په قلعه زال کې د هوايي بریدونو له امله ۱۰ وسله وال وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي او د هغوی څلور مورچې هم له منځه وړل شوې دي.

له بلې خوا د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې څلور وسله وال وژل شوي او د یمګان ولسوالۍ د خانقا، خاش و قرغونداج په ګډون څو کلي له وسله والو پاک شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی او عملیاتو به د ټولو وسله والو او ترهګرو تر پاکولو پورې دوام ولري.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې څه نه دي ویلي.

login or register a new account.