Language

عمرخېل: وسله وال مخالفين کندوز ښار ته د داخلېدو وس نه لري

کندوز (پژواک، ٢٣ غويى ٩٦): د کندوز چارواکي وايي، د کندوز-خان اباد د لويې لارې د بېرته نيولو عملياتو کې له سلو زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، د کندوز-خان اباد لويه لار له اوو ورځو وروسته د وسله والو له وجوده پاکه شوې او ټاکل شوې چې يوه مياشت وروسته کندوز کې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره پراخه عمليات پيل شي.

هغه زياته کړه، د کندوز-خان اباد لارې د بېرته نيولو په عملياتو کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، چې په پايله کې شاتګ ته اړ شوي، چې له دې جملې يې ٥٥ کسان وژل شوي او ٤٩ نور ټپيان دي.

د کندوز والي زياته کړه: "موږ د کندوز خلکو ته ډاډ ورکوو، چې دښمن نور کندوز ښار ته د اخلېدو وس نه لري او موږ د کندوز په کچه ستر پلان په پام کې لرو، چې تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به عملي شي، چې په دغه ترڅ کې به ټول کندوز د طالبانو له شتونه پاک کړو."

نوموړي زياته کړه، د ياد عملياتي پلان پر بنسټ به له هغو ټولو امنيتي ځواکونو سره په همکارۍ چې له مرکز څخه کندوز ته راغلي، د کندوز شاوخوا سيمې او اطرافونه د وسله والو له شتون پاک کړل شي.

عمرخېل وويل، د ياد ولايت په وروستيو جګړو کې شاوخوا دوه زره کورنۍ بېځايه شوې، چې سيمه ييزې ادارې به د همکارو موسسو په مرسته له ټولو اړمنو کورنيو سره مرسته وکړي، چې له دې جملې يې تر اوسه له ٤٦٦ کورنيو سره مرسته شوې ده.

هغه زياته کړه: "دښمن د خلکو په کورونو کې ماينونه ځاى پرځاى کړي، لږ احتياط په کار دى، څو يادې سيمې له ماينونو پاکې شي او خلک هم بېرته خپلو کورنو ته راستانه شي."

بلخوا د کندوز ښار اوسېدونکي لا هم ياد ښار کې له امنيتي ګواښونو په اندېښنه کې دي.

د کندوز ښار يوه اوسېدونکي منصور پژواک ته وويل، لوړپوړو چارواکو څو ځلې ژمنه کړې چې امنيتي وضعيت به ښه شي، خو تر اوسه په عمل کې هيڅ هم نه دي تر سترګو شوي.

ده پژواک ته وويل: "سيمه ييزو او مرکزي چارواکو څو ځلې له خلکو سره ژمنه کړې، چې وضعيت به ښه شي، خو موږ د دوى په ژمنو باور نه لرو، ځکه وضعيت د هرې ورځې په تېردو سره خرابيږي او طالبانو د ښار نږدې سيمو ته ځانونه رارسولي دي."

login or register a new account.