Language

چارواکي: د کافي ځواکونو د نشتوالي له امله د قلعه زال ولسوالۍ سقوط شوه

کندوزښار(پژواک،٢٥غويى ٩٦): د کندوزسيمه ييز چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونه  قلعه زال ولسوالۍ ته څېرمه مېشت دي او هڅه کوي چې ډېر ژر دا ولسوالۍ بېرته ونيسي.

د کندوز ولايت قلعه زال ولسوالۍ ١٢ ورځې وړاندې د وسله والومخالفينو لاس ته ولوېده او د بېرته نيولو لپاره يې امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړي دي.

د پژواک خبري اژانس خبريال چې  قلعه زال ولسوالۍ ته نږدې ورغلى وايي چې شاوخوا سل امنيتي ځواکونه له څو ټانکونواو رېنجرموټروسره له دې ولسوالۍ څو کيلومتره لرې د ابدان دښته کې شتون لري؛ خو وسلې او کافي ځواکونه د دې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره په سيمه کې نه ترسترګوکېږي.

د  قلعه زال ولسوال محبوب الله سعيدي د دې ولسوالۍ سقوط لامل د کافي ځواکونو نشتوالى په ګوته کړ او ويې ويل :" له تېرو ١٢ ورځو راهيسې د قلعه زال ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده."

نوموړي د دې مطلب په ويلو سره چې وسله والو مخالفينو شېرخان بندر ته د ګواښ پېښولولپاره له څو ولايتونو پرقلعه زال ولسوالۍ بريد کړى او هغه يې ونيوله؛ خو وسله والومخالفينو ته به اجازه ور نه کړي  څو شېرخان بندر ته نږدې شي.

د هغه په وينا، وسله والومخالفينو د ولسوالۍ ديوالونه ويجاړ کړي؛ خو د ولسوالۍ ودانۍ  ويجاړېدو ته پرې نه ښودل شول او اسکواټور يې په هوايي بريد کې ويجاړ شو.

 د قلعه زال ولسوالۍ يو اوسېدونکى سبحان ګل چې کندوزښارته کډه شوى وايي، ډيرى کورنۍ له خپلو کورونو بې ځايه شوې دي.

هغه وويل، د سيمې اوسېدونکي بد حالت کې دي؛ خو امنيتي ځواکونو تر اوسه د دې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره عمليات نه دي ترسره کړي.

 خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي د قلعه زال ولسوالۍ بېرته نيولو لپاره د عملياتو ترسره کولو خبر ورکړ  او وايي :" موږ هڅه کوو چې ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو ونيسو."

د کندوز سرحدي لوا مرستيال ډګروال نعيم له قلعه زال څخه د امنيتي ځواکونووتل تکتيکي شاتګ وباله او ويې ويل چې امنيتي ځواکونه دامهال د ولسوالۍ له ودانۍ څخه ١٠٠ متره لرې ځاى پرځاى دي او هڅه کوي چې ولسوالۍ بېرته ونيسي.

نوموړي زياته کړه چې دې نښته کې امنيتي ځواکونو او وسله والومخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د تلفاتو کره شمېر يې په ګوته نه کړ.

login or register a new account.