Language

د حکومت د نه پاملرنې له امله د امو سيند د بلخ دوه ولسوالۍ سختې ځپلې دي

مزارشريف (پژواک، ۲٦ غويى ۹۶): خلک وايي چې له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې د حکومت د نه پاملرنې له امله امو سيند د بلخ ولايت د شورتېپې او کلدار ولسواليو زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او سلګونه کورونه ويجاړ کړي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي،ازبکستان هر کال دخپل لوري تحکيمات نوي کوي او له همدې امله د اوبو زور د افغانستان لوري ته کېږي چې د نه تحکيماتو له امله زيان اړوي.

بلخوا سيمه ييز حکومتي چارواکي که څه هم د سيند له امله د اوښتو زيانونو پخلی کوي؛ خو تر څنګ يې د تحکيم بندنۍ په تړاو بې وسي ښيي او دغه چاره مرکزي حکومت پورې تړلې بولي.

د بلخ ولايت شورتېپه او کلدار ولسوالۍ او د حيرتان بندر ښارګوټی د امو سيند پر غاړه پراته دي.

له تېرې يوې نيمې لسيزې د شورتپې ولسوالۍ هزاره توقی، بوزاريق، اريق باتور، جنګل اريق او جوی وکيل هغه سيمې دي چې د امو سيند د نه تحکيماتو له امله ډېرې زيانمنې شوې دي.

د سيمې د اوسېدونکو په وينا، تر دې دمه د دغو کليو کابو ۸ زره جريبه کرنيزه ځمکه او ځنګلونه له منځه تللي او ۲زره کورونه ويجاړ او زيانمن شوي دي.

د اريق باتور کلي ملک ۵۴ کلن حاجي عبدالرشيد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له کومې چې مې يادېږي، امو سيند موږ پسې دی، تر دې چې ټول کلی يې راته وخوړ.))

نوموړي زياته کړه، په دغه کلي کې کابو ۲۰۰ کورنۍ وې او سلګونه جريبه کرنيز ځمکه او ځنګلونه يې لرل؛ خو اوس هېڅ هم نشته.

د هغه په وينا، د دوی د کلي ساحه اوس د امو سيند پر غېږ بدله شوې ده.

حاجي رشيد وويل، څو ځله يې په خپله د کلي د ساتنې لپاره د اوبو مخې ته بندونه جوړ کړل؛ خو ډېره ګټه يې ونه کړه.

نوموړي زياته کړه، يوازې د دوی کلی نه بلکې د امو سيند پر غاړه داسې ډېرې سيمې شته  چې يو وخت پرې کورونه اباد وو، کرنيزې ځمکې يې لرلې؛ خو اوس هېڅ هم نشته.

کلدار هم د شورتېپې ولسوالۍ تر څنګ د امو سيند پر غاړه پرته ولسوالۍ ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.