مزارشريف (پژواک، ۲٦ غويى ۹۶): خلک وايي چې له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې د حکومت د نه پاملرنې له امله امو سيند د بلخ ولايت د شورتېپې او کلدار ولسواليو زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او سلګونه کورونه ويجاړ کړي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي،ازبکستان هر کال دخپل لوري تحکيمات نوي کوي او له همدې امله د اوبو زور د افغانستان لوري ته کېږي چې د نه تحکيماتو له امله زيان اړوي.
بلخوا سيمه ييز حکومتي چارواکي که څه هم د سيند له امله د اوښتو زيانونو پخلی کوي؛ خو تر څنګ يې د تحکيم بندنۍ په تړاو بې وسي ښيي او دغه چاره مرکزي حکومت پورې تړلې بولي.
د بلخ ولايت شورتېپه او کلدار ولسوالۍ او د حيرتان بندر ښارګوټی د امو سيند پر غاړه پراته دي.
له تېرې يوې نيمې لسيزې د شورتپې ولسوالۍ هزاره توقی، بوزاريق، اريق باتور، جنګل اريق او جوی وکيل هغه سيمې دي چې د امو سيند د نه تحکيماتو له امله ډېرې زيانمنې شوې دي.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا، تر دې دمه د دغو کليو کابو ۸ زره جريبه کرنيزه ځمکه او ځنګلونه له منځه تللي او ۲زره کورونه ويجاړ او زيانمن شوي دي.
د اريق باتور کلي ملک ۵۴ کلن حاجي عبدالرشيد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له کومې چې مې يادېږي، امو سيند موږ پسې دی، تر دې چې ټول کلی يې راته وخوړ.))
نوموړي زياته کړه، په دغه کلي کې کابو ۲۰۰ کورنۍ وې او سلګونه جريبه کرنيز ځمکه او ځنګلونه يې لرل؛ خو اوس هېڅ هم نشته.
د هغه په وينا، د دوی د کلي ساحه اوس د امو سيند پر غېږ بدله شوې ده.
حاجي رشيد وويل، څو ځله يې په خپله د کلي د ساتنې لپاره د اوبو مخې ته بندونه جوړ کړل؛ خو ډېره ګټه يې ونه کړه.
نوموړي زياته کړه، يوازې د دوی کلی نه بلکې د امو سيند پر غاړه داسې ډېرې سيمې شته چې يو وخت پرې کورونه اباد وو، کرنيزې ځمکې يې لرلې؛ خو اوس هېڅ هم نشته.
کلدار هم د شورتېپې ولسوالۍ تر څنګ د امو سيند پر غاړه پرته ولسوالۍ ده.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له تېرو څو کلونو يې د اق مسجد، اورزاق، ارغه يق، جوی جديد او د ځينو نورو کليو ابادۍ او کرنيزې ځمکې د امو سيند د نه تحکيماتو له امله ويجاړې شوې دي.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي صفت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، په ياده ولسوالۍ کې د سلګونو کورونو تر څنګ کابو ۵ زره جريبه ځمکه له منځه تللې ده.
نوموړي زياته کړه، څو ځله يې له دولت څخه د خپلو سيمو د خونديتوب جدي غوښتنې کړي؛ خو تر دې دمه يې کومه پايله نه ده ورکړې.
د هغه په وينا، دوی له خپلو سيمو نورو سيمو ته په کوچېدو مجبور شوي، تر دې چې ځينو خلکو دغه ولسوالۍ پرې ايښې ده او نورو سيمو ته تللي دي.
د امو سيند پر غاړه د ابادو سيمو اوسېدونکي وايي، ازبکستان هر کال د خپل لوري تحکيمات نوي کوي؛ خو افغان حکومت د خپلې غاړې د تحکمياتو پر وړاندې بې غوره دی.
د شورتېبې ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجي فيض الله پژواک ته وويل، ازبکستان د خپلې غاړې تحکيماتو ته پاملرنې کړې؛ نو ځکه د اوبو زور دې غاړې ته دی او تخريبات رامنځ ته کوي.
نوموړي همداراز په امو سيند کې د ازبکستاني کښتيو ګرځېدل هم د افغانستان لوري ته د اوبو د رخ په بدلېدو کې رغنده وګڼلې.
هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې که په بنسټيزه توګه تحکيمات نه شي کولی؛ نو د سيمې د اباديو او کرنيزو ځمکو د ژغورنې لپاره خو دې کومه چاره پيدا کړي.
د بلخ ولايت سيمه ييز چارواکي که څه هم د امو سيند د نه تحکيماتو له امله د اوښتو زيانونو پخلی کوي؛ خو وايي چې د دغې ستونزې د حل وس دوی نه لري.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد په لومړی سر کې د ازبکستاني کښتيو لخوا د قانوني سرغړونې موضوع رد کړه.
نوموړي پژواک ته وويل: ((د دوست هېواد ازبکستان بېړۍ د امو سيند په منځنۍ خوا کې ګرځي، دوی هېڅکله د افغانستان لوري ته د اوښتو هڅه نه دې کړه، دغه مسئله په پوره توګه ردوم، خو که چېرې داسې وشي؛ نو موږ به يې په کلکه مخنيوی وکړو.))
هغه د امو سيند د نه تحکيم بندۍ له امله افغان لوري ته د اوښتو زيانونو پخلی وکړ؛ خو په دې يې هم اعتراف وکړ چې سيمه ييزه حکومتي اداره د امو سيند پر غاړه د تحکيماتو جوړېدو وس نه لري.
فرهاد وويل، د يادې ستونزې حل خورا ډېرې بوديجې ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، دوی له مرکزي ادارې سره د يادې ستونزې د شرېکدو له لارې خپل مسووليت ادا کړی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









