Language

“وسله والو مخالفينو د قلعه زال ولسوالۍ ټول دولتي تاسيسات سوځولي “

کندوز ښار(پژاک، ٢٦غويى ٩٦): په کندوز ولايت کې امنيتي چارواکي وايي چې قلعه زال ولسوالي يې بېرته نيولې او چاڼيزعمليات يې دوام لري، خو وسله والو مخالفينو د ولسوالۍ ټول دولتي تاسيسات او اسناد سوځولي دي.

د کندوز ولايت د قلعه زال ولسوالي ١٢ ورځې وړاندې د دويم ځل لپاره د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغله او نن يې دولتي ځواکونو د بيا نيولو لپاره د پامير ٥ په نامه ګډ محاربوي عمليات وکړل.

د پامير ٢٠ فرقې قوماندان بريد جنرال عبدالمالک کريمي نن په قلعه زال ولسوالۍ کې د پژواک خبري اژانس خبريال ته وويل چې د ولسوالۍ ټول دولتي تاسيسات نن سهار شاوخوا اته بجې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل او وسله وال مخالفين له ساحې تښتېدلي دي.

 هغه زياته کړه چې اوسمهال ځانګړي قطعات په قلعه زال ولسوالۍ کې مېشت شوي او وسله والو مخالفينو ټول دولتي اسناد او تاسيسات سوځولي ، خو عمليات روان دي او امنيتي ځواکونه د کليو په چاڼولو بوخت دي.

د پژواک خبري اژانس خبريال چې له قلعه زال ولسوالۍ نه راپور ورکوي، وايي چې امنيتي ځواکونه ولسوالۍ ته رسېدلي، په چاڼيزو عملياتو بوخت دي، خو اوسمهال نښتې نشته.

نوموړي زياته کړه چې ډېرى دولتي تاسيسات لکه د امنيې قوماندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ سوځېدلي او ويجاړې شوې دي.

login or register a new account.