اسعد اباد، جلال اباد (پژواک، ٢٦ غويى ٩٦) : وسله والو مخالفينو تېره شپه د کونړ ولايت پر څو ولسواليو ډله ييز بريدونه کړي چې په پايله کې يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو لخوا د غويي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو مخالفينو تېره شپه پر شيګل، وټه پور، چپه دره، مروره او ماڼوګي ولسواليو ډله ييز بريدونه وکړل.
سرچينې زياته کړې، وسله وال مخالفين ددولتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول، چې په پايله کې يې ٢٢ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٥ نور يې ټپيان دي، چې ديو شمېر جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم پژواک اژانس ته د وسله والو مخالفينو د يادې مرګ ژوبلې د تاييد ترڅنګ وويل، په دې نښتو کې څلور امنيتي سرتېري هم وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
هغه وايي، په دې نښتو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د نوموړي په وينا، دا بريد تېره شپه پيل او تر سهاره پورې يې دوام درلود او اوس هم په ځينو غرنيو سيمو کې نښتې روانې دي.
د ماڼوګي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حکمت الله پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه يې په سمه کې سخته جګړه وه، خو له مرګ ژوبلې يې معلومات نه درلودل.
د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار ولايت کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، د چپرهار ولسوالۍ په کاريزو سيمه کې نن سهار د جيټ الوتکې د هوايي بريد له امله څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي .
هغه زياته کړه، ياد کسان د وسله والو طالبانو د يو قوماندان ملا غازي اړوند وو او
په دې پېښه کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن