چاريکار (پژواک، ٢٧ غويى ٩٦): د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله، دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ځوانان ټپيان شوي دي.
د کاپيسا امنيه قوماندان محمد رزاق يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه چاودنه پرون مازيګر د نجراب په احمد بېک تپه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د پېښې ټپيان او وژل شوي کسان د يادې سيمې اوسېدونکي دي او ماين هغه مهال چاودنه کړې، چې ماشومان له دغې سيمې تېرېدل، خو معلومه نه ده چې ماين تازه ځاى پر ځاى شوى او که له پخوا پاتې دى.
نوموړي زياته کړه، وژل ماشومان ١٠ او ١٢ کاله عمرونه لري او دوه نور ټپيان د ياد ولايت ده باباعلي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندويه دفتر (يوناما) ويلي، د روان زېږديز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د ماشومانو په مړينه کې ٢١ سلنه لوړوالى راغلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن