مزارشريف (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۶): د پوهنې په برخه کې له تېرو څو کلونو دوه وروڼه خدايي خدمتګاران عطاءالله ويسا او مطيع الله ويسا وايي، حکومت په شمال کې هم د هېواد د نورو څنډو په څېر د ولسواليو په کچه د معارف ودې ته پاملرنه نه ده کړې.
دغه دواړه ورونه د روانې اونۍ له پيله د شمال زون له سمنګانه تر فارياب ولايتونو پورې لرې پرتو ولسواليو ته تللي، د ښوونځيو له ماشومانو سره يې مرستې کړې دي او قومي مشرانو ته يې د زده کړو د ارزښت پيغام رسولی دی.
په همدې پار د غبرګولي په ۴مه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د فرهنګي او ټولنيز مرکز بلخ ادبي خوځښت له خوا د معارف دغو خدمتګارانو ته د عزت پګړۍ ور پر سر کړای شوې.
عطاءالله ويسا د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېرو پنځو ورځو کې يې د شمال زون سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو ځينو ولسواليو ته سفرونه وکړل او د معارف د ارزښت پيغام يې خلکو ته ورساوه.
نوموړي زياته کړه، دوی د لرو پرتو سيمو د هغو ښوونځيو له زده کوونکو سره چې د حکومت له خوا ورته وړ اسانتياوې نه وې برابرې شوې، د ماشوم د ادبياتو کتابونو، قرطاسيه او بکسو مرستې وکړې.
د هغه په وينا، دوی همدا راز له قومي مشرانو سره د زده کړو پر ارزښت بحثونه وکړل او د تعليم په اړه يې ورته د مثبت فکر کولو هڅه وکړه.
بل ورور يې مطيع الله ويسا وويل، په شمال کې هم د افغانستان د نورو څنډو په څېر د ولسواليو په کچه د معارف په تړاو وړ چارې نه دي ترسره شوې.
ده زياته کړه، دوی په ولسواليو کې ډېر داسې ښوونځي وليدل چې زده کوونکي يې سره لمر ته د تدريس لپاره ناست وو.
د هغه په خبره، پر شته ستونزو سربېره له ټولو جدي ستونزه د معارف په تړاو د کورنيو بې غوري ده.
ويسا وويل، د دوی د روانې مبارزې بنسټيزه موخه همدا ده چې په ولس کې د زده کړو په تړاو مثبت فکر پيدا کړي.
دغه دواړه خدايي خدمتګاران د بلخ ولايت د مدني فعالانو له لوري شمال زون ته د راتګ په پار ونازول شول.
په بلخ ولايت کې د بلخ ادبي خوځښت فرهنګي او ټولنيز مرکز له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې دواړو ورونو ته د معارف په اړه د مثبت پيغام خپراوي له امله د عزت پګړۍ ورپه سره کړای شوې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP