منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“حکومت شمال کې هم د پوهنې ودې ته پاملرنه نه ده کړې”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۶): د پوهنې په برخه کې له تېرو څو کلونو دوه وروڼه خدايي خدمتګاران عطاءالله ويسا او مطيع الله ويسا وايي، حکومت په شمال کې هم د هېواد د نورو څنډو په څېر د ولسواليو په کچه د معارف ودې ته پاملرنه نه ده کړې.

دغه دواړه ورونه د روانې اونۍ له پيله د شمال زون له سمنګانه تر فارياب ولايتونو پورې لرې پرتو ولسواليو ته تللي، د ښوونځيو له ماشومانو سره يې مرستې کړې دي او قومي مشرانو ته يې د زده کړو د ارزښت پيغام رسولی دی.

په همدې پار د غبرګولي په ۴مه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د فرهنګي او ټولنيز مرکز بلخ ادبي خوځښت له خوا د معارف دغو خدمتګارانو ته د عزت پګړۍ ور پر سر کړای شوې.

عطاءالله ويسا د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېرو پنځو ورځو کې يې د شمال زون سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو ځينو ولسواليو ته سفرونه وکړل او د معارف د ارزښت پيغام يې خلکو ته ورساوه.

نوموړي زياته کړه، دوی د لرو پرتو سيمو د هغو ښوونځيو له زده کوونکو سره چې د حکومت له خوا ورته وړ اسانتياوې نه وې برابرې شوې، د ماشوم د ادبياتو کتابونو، قرطاسيه او بکسو مرستې وکړې.

د هغه په وينا، دوی همدا راز له قومي مشرانو سره د زده کړو پر ارزښت بحثونه وکړل او د تعليم په اړه يې ورته د مثبت فکر کولو هڅه وکړه.

بل ورور يې مطيع الله ويسا وويل، په شمال کې هم د افغانستان د نورو څنډو په څېر د ولسواليو په کچه د معارف په تړاو وړ چارې نه دي ترسره شوې.

ده زياته کړه، دوی په ولسواليو کې ډېر داسې ښوونځي وليدل چې زده کوونکي يې سره لمر ته د تدريس لپاره ناست وو.

د هغه په خبره، پر شته ستونزو سربېره له ټولو جدي ستونزه د معارف په تړاو د کورنيو بې غوري ده.

ويسا وويل، د دوی د روانې مبارزې بنسټيزه موخه همدا ده چې په ولس کې د زده کړو په تړاو مثبت فکر پيدا کړي.

دغه دواړه خدايي خدمتګاران د بلخ ولايت د مدني فعالانو له لوري شمال زون ته د راتګ په پار  ونازول شول.

په بلخ ولايت کې د بلخ ادبي خوځښت فرهنګي او ټولنيز مرکز له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې دواړو ورونو ته د معارف په اړه د مثبت پيغام خپراوي له امله د عزت پګړۍ ورپه سره کړای شوې.

د ياد مرکز د مشرتابه شورا غړي ليکوال جاوېد واک پژواک اژانس ته وويل، د معارف په تړاو د مثبت پيغام د خپراوي تر څنګ د يادو خدایي خدمتګارانو د مبارزې يوه ګټه دا ده چې له جنوبه شمال ته د دوی راتګ د ملي يووالي پيغام له ځان سره لري.

نوموړي د ويسا دوی هڅې وستايلې او په دغه زون کې يې د هر ډول مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړ.

مدني فعالان وايي، د حکومت د چارو تر څنګ بايد خلک هم بايد په ځينو برخو کې د ولس په ويښتابه کې رغنده رول ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه