ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست دارالمعلمين ته عصري ودانۍ جوړېږي

د خوست دارالمعلمين ته عصري ودانۍ جوړېږي

author avatar
25 May 2017 - 14:54
د خوست دارالمعلمين ته عصري ودانۍ جوړېږي
author avatar
25 May 2017 - 14:54

خوست ښار (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): په خوست کې د عبدالله خان تڼي عالي دارالمعلمين لپاره پر اړينو اسانتياوو د سمبالې ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د خوست والي حکم خان حبيبي د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې ايښودو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دا وداني د ښار لوېديځ ته د اداري کمپلېکس تر څنګ پر ۸ جريبه ځمکه جوړېږي.

هغه وويل، پر دې ودانۍ چې ۲۴ درسي خونې به ولري، د پوهنې وزارت له لوري څه باندې ۱۹ ميليونه افغانۍ لګښت کېږي او د جوړېدو چارې به يې د يوه کال په موده کې بشړې شي.

حبيبي زياته کړه: ((زه باوري يم چې د دې تدريسي ودانۍ په جوړولو سره به د دغه دارالمعلمين ستونزې هوارې شي او محصلين به يې په ښه فضا او مناسبو امکاناتو سره تحصيل وکړي.))

والي حکم خان حبيبي همدارنګه وويل، هڅه به وکړي چې په خوست کې د نورو هغو ښوونيزو مرکزونو لپاره چې د سرپناه په برخه کې ستونزې لري، خپلې ودانۍ ورته جوړې کړي.

د خوست د عبدالله تڼي عالي دارالمعلمين امر محمدجان وقار پژواک اژانس ته وويل چې دا مهال په دوو کرايي کورونو کې تدريس پر مخ وړي او د خونو د کمښت له کبله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل، چې په تېرو ۱۰ کلونو کې ۸ ځلې له يوه کوره وتلي او بل يې کرايه کړی چې دغه کار د دارالمعلمين چارې له ځنډ سره مخ کوي.

وقار وويل: ((موږ د يوه کرايي کور ۳۵ زره افغانۍ کرايه او د دويم ۳۰زره افغانۍ ورکوو، دا لس کاله کېږي چې دا کرايه ورکوو، که دا پيسې مو سپمولې وای، يوه وداني پرې جوړېده.))

د ياد دارالمعلمين يوه محصل انور پژواک اژانس ته وويل چې اوس مهال په يوه ټولګي کې ۳۰ محصلين په يو وخت کې زده کړې کوي، په داسې حال کې چې هر ټولګی د ۱۵ کسانو لپاره جوړ شوی.

هغه وويل: ((که محصل ته د زده کړو مناسبه فضا او لازم امکانات برابر وي، په ډېر ښه ډول زده کړې کولای شي. د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به زموږ ډېرې ستونزې هوارې شي)).

د خوست د عبدالله خان تڼي عالي دارالمعلمين په ۱۳۸۶ لمريزکال کې په فعاليت پيل کړی چې په تېرو شپږو دورو کې يې د ۳ سوه نجونو په ګډون څه باندې دوه زره محصلين په ۷ رشتو کې روزلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.