کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): د کابل- کندهار لويه لاره چې له تېرې شپې راهيسې بنده وه، نن له غرمې مخکې د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.
د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لاره تېره شپه ناوخته د وسله والو طالبانو له خوا بنده شوې وه او نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې پرانيستل شوه.
د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب اميني پژواک اژانس ته وويل چې له غزني ولايت څخه تښتېدلو وسله والو د ميدان وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې لاره بنده کړې وه.
هغه زياته کړه چې دا لاره د دوه درېیو ساعتونو لپاره تړل شوې وه، خو د ميدان وردګو ولايت پوليس او نور ځواکونه سيمې ته ورسېدل او لاره يې خلاصه کړه.
د نوموړي په وينا، په ياده سيمه کې د دولتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته شوې وه چې په پايله کې يې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
اميني وايي چې وسله والو په ډزو کې يو ملکي وګړى وژل شوى دى.
login or register a new account.