Language

کندوز کې د هاوان مرميو لګېدو له امله يو تن وژل شوى او نهه ټپيان دي

کندوز (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي، پر کندوز ښار د هاوان د شپږو مرميو لګېدو له امله يو زده کوونکى وژل شوى او دغه راز نهه ملکيان ټپيان شوي دي.

د کندوز ښار د پوهنې مدير وايي، په کندوز ښار کې له ښوونځي سره په نږدې ساحه کې د هاوان مرمۍ له امله يو زده کوونکى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

د کندوز ښار د پوهنې مدير جنت ګل ناصري وويل، د هاوان مرمۍ نن سهار ٩:٢٠ بجې د امنيه قوماندانۍ په ٥٠ مترۍ د شېرخان لېسې له نږدې سيمې سره لګېدلې ده.

هغه زياته کړه: "دغه هاوان د خان اباد بندر له لوري د هغې لېسې پر خوا چې د کندوز امنيه قوماندانۍ سره په نږدې سيمه کې پرته ده، توغول شوى دى."

د هغه په وينا، تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه مرمي به د کومې ډلې له لوري توغول شوې وي.

د کندوز ولايت د پوليسو وياند انعام الله رحماني  وويل، له سهار راهيسې پر کندوز ښار د هاوان شپږ مرمۍ راتوغول شوې دي.

هغه زياته کړه، دغه هاوانونه د وسله والو مخالفينو له لوري توغول شوي چې موخه يې د کندوز امنيه قوماندانۍ او د ولايت ودانۍ وه.

نوموړي وويل، د هاوان د توغول شوو مرميو له امله يو ماشوم وژل شوى او دغه راز څلور ملکيان ټپيان شوي دي.

خو د کندوز حوزوي روغتون امر ډاکټر نعيم منګل وايي، له يادې پېښې روغتون ته يو وژل شوى ماشوم او نهه ټپيان راوړل شوي، چې د ټپيانو له جملې يې د يوه ټپي حالت د اندېښنې وړ دى.

د يادو هاوانونو د توغولو مسووليت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.