هرات (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٦): د ولسمشر غني د يوه حکم پر بنسټ، د هرات د ښاروال فرهاد نيايش دنده ځنډول شوې ده.
نن د سيمه ييزو ارګانونو له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي مکتوب کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د يوه حکم پر بنسټ د هرات د ښاروال فرهاد نيايش دنده ځنډول شوې ده.
په ياد مکتوب کې راغلي چې د هرات ښاروالۍ مرستيال غلام غوث نېک د يادې ادارې د سرپرست په توګه وټاکل شو.
ورته مهال د هرات ښاروالۍ مرستيال غلام غوث نېک، د يادې موضوع د منلو تر څنګ پژواک ته وويل، نن سهار دوى د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ د سيمه ييزو ارګانونو مکتوب ترلاسه کړى دى.
هغه زياته کړه، تر اوسه د يادې پېښې لامل نه دى معلوم او کېداى شي د هرات ښاروال د هېواد پلازمېنې ته له سفر وروسته بېرته په خپله دنده وګومارل شي.
ورته مهال د سيمه ييزو ارګانونو وياندې منيرې يوسف زاده د يادې موضوع د تاييد تر څنګ پژواک ته وويل چې يادې ادارې ته د هرات ښاروال په اړه بېلابېل شکايتونه ور رسېدلي دي.
هغه زياته کړه: "موږ د هرات اوسېدونکو د شکايتونو پر بنسټ، ياد ولايت ته يو پلاوى ولېږه چې له څېړنو وروسته مو موضوع له ولسمشر سره شريکه کړه او اوسمهال د ښاروال دنده ځنډول شوې ده."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن