کابل (پژواک، ٨غبرګولى ٩٦): په دې وروستيو کې په هېواد کې د ماشومانو تښتونه ډېره شوې چې تر تښتونې وروسته ځيني ماشومان له جنسي تېري سره هم مخ کېږي او دغه ډول کړنه انساني قاچاق بلل کېږي.
د نا امنۍ او بېوزلۍ تر څنګ انسان تښتونه او په ځانګړي ډول د ماشومانو تښتونه هغه ستونزه ده چې ګڼ شمېر افغانان ورسره مخ دي.
د ماشومانو تښتونې د بېلابېلو موخو لکه د پيسو لاسته راوړلو، جنسي تېري او يا هم د شخصي دښمنيو له امله رامنځته کېږي.
له دغو زیانمنو يو هم د کندوز ولايت اصلي اوسېدونکى ١٧ کلن اميد دى چې په هرات کې ولايت کې تښتول شوى و.
اميد پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په ٢٠١١ کال کې يې کورنۍ د ځينو ستونزو له امله له کندوز ولايت څخه هرات ولايت ته بېځايه شوه.
هغه وايي چې په هرات ښار کې يې د کسب زده کولو په موخه د موټرو په يو ورکشاپ کې دنده پيل کړه.
نوموړی وايي: ((يو ورځ ماښام کور ته روان وم چې په لاره کې يو موټر ودرېد او دوه کسان ترې راښکته شول، په زور يې موټر ته پورته کړم.))
هغه وايي کله چې موټر ته پورته کړاى شو، نور پر ځان نه دى پوه شوى، له څو ساعته وروسته بېرته په هوښ راغی چې ګوري په یوه کور کې دی.
ده وويل چې دوه اوونۍ په يو پټ ځاى کې ساتل کېده او په دې موده کې انسان تښتوونکي د ده له کورنۍ سره اړيکه نيوه چې د خوشي کېدو په بدل کې يې بايد پنځوس زره ډالره ورکړي.
هغه وايي: ((موږ خپله د يوې نمړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره له کندوزه هرات ته ولاړو نو پنځوس زره ډالره به مو له کومه پيدا کړي واى.))
اميد زياته کړه چې په دوو اونيو کې څو ځلې انسان تښتونکو ورباندې جنسي تېري هم کړي دي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جنسي تېري ښکار شوى او کنه؟ يوازې یې د سر په خوځولو مثبت ځواب ورکړ او له نور څه ويلو يې ډډه وکړه.
اميد پاکستان ته څنګه ولېږدول شو؟
هغه وايي: ((کله چې اختطافچيان پر دې پوه شول چې مور او پلار مې پيسې نه ورکوي، نو يوه شپه يې زما سترګې وتړلې او په موټر کې کېنولم، درې څلور ساعته چې موټر مزل وکړ، له هغه نه يې بيا ښکته کړم، بيا لږ پياده لاړو، وروسته يې بل موټر ته پورته کړم.))
ده وويل چې موټر بيا څو ساعته مزل وکړ، بيا دوى يو ځای ته ورسېدل او هلته يې د ده سترګې خلاصې کړې، نو چې ګورې چې نوى سهار دى.
اميد وايي چې انسان تښتوونکو دی په دې سيمه کې يوه بل کس ته وسپاره او هغوی تر چاى څښلو وروسته بېرته ولاړل.
د هغه په وينا، څو ورځې وروسته پوه شو چې دی پاکستان ته انتقال شوى او هلته پر يوه مالداره کس پلورل شوى دى.
دى وايي چې څلور کاله يې د دغه کس په کور کې د مزدور په څېر دنده ترسره کوله او په دې موده کې هم له جنسي ځورونې سره مخ و.
ده ونه غوښتل چې د ياد کس او په کور کې يې د کار کولو په اړه نور جزئيات ورکړي، خو زياته یې کړه: ((څلور کاله وروسته پر دې وتوانېدم چې د ځينو نورو افغانانو په مرسته له کوره وتښتم او تورخم بندر ته ځان ورسوم.))
د اميد په خبره چې له تورخم څخه کابل ته راغى او له ډېرو ستونزو وروسته یې له خپلې کورنۍ سره اړيکه ونيوه او اوسمهال بېرته په کندوز کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
دا يوازې اميد نه دى چې له دغه ډول برخليک سره مخ شوى، لسګونه نور افغانان هم له ورته برخليک سره مخ شوي او ځيني اوس هم د انسان تښتوونکو په بند کې دي.
اميد په دغه راپور کې يو مستعار نوم دى.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون: په افغانستان کې د ماشومانو تښتونه ډېره شوې ده
په دې وروستيو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د يو راپور په خپرولو سره ويلي چې له ٢٠١٤ کاله وروسته په افغانستان کې د ماشومانو تښتونه ډېره شوې ده.
په دغه راپور کې راغلي چې له تښتول شوو ماشومانو ناوړه ګټه اخيستنه په هره سيمه کې په ځانګړې بڼه ترسره کېږي.
په دغه راپور کې د بېلګې په توګه ويل شوي: ((کوم ماشومان چې ايران او پاکستان ته نږدې د افغانستان په سرحدونو کې تښتول شوي، معمولاً د نشه يې توکو د قاچاق وړونکو له لوري اړ ايستل کېږي څو د هيروينو کپسول وخوري او له پولې بلې غاړې ته یې تېر کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې د ځينو تښتول شوو ماشومانو د بدن غړي هم د خرڅلاو په موخه غوڅېږي او ځيني نور بيا په پټيو کې د شاقه کارونو لپاره ګومارل کېږي چې بيا له جنسي ځورونې سره هم مخ کيږي.
د انسانانو او کډوالو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کميسيون: په افغانستان کې ځيني شبکې د انساني قاچاق لپاره کار کوي.
د ياد کمېسيون غړي عبدالوحيد هدايت پژواک ته وويل، په هغو هېوادونو کې چې انساني قاچاق شتون لري، هلته ځيني بانډونه او شبکې د همدې موخې لپاره کار کوي.
د هغه په وينا، د افغانستان په قوانينو کې انساني قاچاق جرم ګڼل کېږي او ترسره کوونکو ته يې سزا هم په پام کې نيول شوې ده.
هغه زياته کړه: ((د انساني قاچاق ترسره کوونکو ته تر ١٢ کلونو پورې د بند سزا په پام کې نيول شوې ده.))
د کورنيو چارو وزارت: د انسان تښتوونکو ډلو د نیولو لړۍ چټکه روانه ده
د دغه وزارت سرپرست وياند نجيب الله دانش پژواک ته وويل چې تر اوسه پوليسو ګڼ شمېر د انسان تښتونې ډلې نيولې دي.
ده وويل چې اوسمهال ځيني بانډونه په دې برخه کې فعاليت کوي چې پوليسو يې د نيولو لپاره جدي هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((ماته دقيق ارقام نه دي معلوم، چې څومره د انسان تښتونې ډلې به په هېواد کې شتون ولري خو دغه شمېره بيا له کشفي او استخباراتي ارګانونو سره شته.))
د دانش د معلوماتو له مخې، څه موده وړاندې په هرات ولايت کې د انسان تښتوونکو يوه ډله د پوليسو له لوري ونيول شوه.
د هغه په وينا، د ښارونو تر څنګ پوليس په سرحدونو کې هم هڅې کوي څو د انسان تښتونې مخه ونيسي.
د انساني قاچاق او غير قانوني کډوالۍ پر وړاندې د مبارزې قانون په درېيمه ماده کې راغلي چې په زور د يو کس له لوري د بل کس ساتل، د ګټې اخيستنې په موخه د يو کس انتقالول او يا هم ساتل، انسان تښتونه، له واک څخه ناوړه ګټه اخيستنه او د امتيازاتو د لاسته راوړو لپاره يو بېوزله کس ته پور ورکول انساني قاچاق ګڼل کېږي.
د همدې مادې پر بنسټ اميد هم يو له هغو کسانو څخه دى چې له انساني قاچاق سره مخ شوى دى.