لښکرګاه (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۶): د هلمند امنيه قوماندان وايي، په تېره يوه اوونۍ کې د دغه ولايت يواځې په نادعلي ولسوالۍ کې ١١٠ طالبان وژل شوي دي.
نوموړي دغه څرګندونې د غبرګولي په نهمه په مرکز لښګرګاه کې د خبرې غونډې پر مهال وکړې.
امنيه قوماندان پاسوال اقانور کينتوز وويل، امنيتي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهيسې په نادعلي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي او په تېره يوه اوونۍ کې د طالبانو د څو قوماندانانو په ګډون ١١٠ تنه يې وژل شوي دي.
ده زياته کړه، تېره ورځ هم وسله والو طالبانو په نادعلي کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل چې ٢٨ طالبان په کې و وژل شول، ١٣ ټپيان شول او بريد يې هم پر شا وتمبول شو.
د هغه په وينا، د تېرې ورځې په بريدونو کې د ملي اردو يو سرتېرى او يو پوليس وژل شوي او دوه د ملي اردو سرتېري او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
بل لور ته د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل، تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ په لوى باغ سيمه کې په تاکتيکي ډول يوه پوسته د لنډ وخت لپاره د ملي اردو ځواکونو پرېيښې وه.
د ده په خبره، د يادې پوستې د بېرته نيولو لپاره هوايي ځواک بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ١٢ طالبان ووژل شول او پوسته هم بېرته دوی ونیوه.
خو په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، تېره ورځ په نادعلي کې د ملي اردو او پوليسو څو پوستې طالبانو ونيوې، خو له لنډ وخت وروسته بېرته امنيتي ځواکونو ونيولې او طالب یې هم پر شا وتمبول.
وسله وال طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، تېره ورځ طالبانو په نادعلي ولسوالۍ کې شپږ پوستې نيولې او درې ټانکونه يې له منځه وړي دي.
دى زياتوي، د دې پوستو د نيولو پر مهال ١٩ عسکر او درې طالبان وژل شوي دي.
هلمند د افغانستان له نا امنو ولايتونو دى چې دا مهال يې شپږ ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي او د پاتې نورو يې بيا يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP