مزار شريف (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۶): د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالانو پر شاهين قول اردو د بريد د هر اړخيزې څېړنې غوښتنه وکړه.
ولايتي شورا او د بلخ مدني فعالانو د غبرګولي په ۹مه، مزار شريف کې د هغه راپور په غبرګون غونډه وکړه، چې تېره ورځ دفاع وزارت، د شاهين قول اردو د بريد د څېړنو په تړاو خپور کړی و.
څلوېښت ورځې وړاندې (د غويي په لومړۍ نېټه)، لسو وسله والو پر شاهين قول اردو بريد وکړ چې په پايله کې يې لسګونو سرتېرو ته د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر مهال مرګ ژوبله واوښته.
د شاهين قول اردو مسوولين وايي، تېره ورځ دفاع وزارت د يادې پېښې د څېړنو په اړه معلومات خپاره کړل چې په کې د قول اردو د يو شمېر منسوبينو له دندو ګوښه کېدو او تر پوښتنو لاندې نيولو خبره په کې شوې وه.
خو د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد په نننۍ ناسته کې وويل، د دفاع وزارت په خپرو شويو معلوماتو کې د تورنو کسانو بشپړ هويت نه دی په ډاګه کړى.
نوموړي زياته کړه، د تورنو کسانو په نوملړ کې د قول اردو د لوړپوړو چارواکو نومونه نشته، چې دا کار څېړنې تر شک لاندې راولي.
د ده په وينا، د دفاع وزارت له خوا پرون خپاره شوي معلومات د بريد د مهال له معلوماتو سره چندان توپير نه لري.
هغه د يادې پېښې له حقيقت موندونکي کميسيون څخه غوښتنه وکړه چې ياده پېښه په هر اړخيز ډول وڅېړي او معلومات يې له ولس سره شريک کړي.
په بلخ کې د مدني ټولنو د اتحاديې مشر حميد صفوت بيا وايي، ممکن ځينې لوړپوړي چارواکي د اړيکو او واسطو لرلو له امله تر تعقيب لاندې رانه شي.
ده د شاهين قول اردو د پېښې په تړاو د ولايتي شورا او مدني ټولنو په ګډه ناسته کې اندېښنه وښوده، چې له همدې امله ممکن د يادې پېښې د څېړنو پر مهال عدالت پلی نه شي.
شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند عبدالقهار ارام د يادو اندېښنو په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل، څېړنې د ځانګړي کميسيون له خوا پيل شوي او په پوره روڼتيا پر مخ ځي.
نوموړي زياته کړه، يادې څېړنې لا نهايي شوې نه دي او تر دې مهاله ۲۶ سرتېري تر تحقيق لاندې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP