کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۶) : د امریکاد بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دکابل په برید کې یې ۹ تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
نن سهار د کابل د لسمې حوزې اړونده د زمبق څلور لاري سره د یوه ټانکر موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی و، چې دعامې روغتیا وزارت او کورنیو چارو وزارت د معلوماتوله مخې په دې پيښه کې ۸۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۴۵۰ زیات ټپیان شوي دي.
دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې ددوی دسفارت نهه افغان ساتونکي وژل شوي او ۱۱ نور امریکایي ملکي وګړي چې هلته یې قراردادي کارونه ترسره کول، ټپیان شوي دي.
سرچینې ویلي، چې دټپي امریکایي وګړو روغتیایی حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
بلخوا د جرمني دبهرنیو چارو وزارت ویلی، چې په دغه بریدکې دهغوی دسفارت یو شمیر کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.
login or register a new account.