Language

غزني کې د مسلکي ښوونکو کموالي زده کوونکي له ستونزو سره مخ کړي

غزني ښار (پژواک١٠ غبرګولى ٩٦): د غزني زده کوونکي اوس هم د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي، له همدې په زده کړو کې له ستونزو سره مخ دي.

د غزني د ولايتي شورا غړي حميدالله سروري د غبرګولي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسواليو تر څنګ د غزني ښار ښوونځي هم د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

ده وويل چې په ډېرو ښوونځيو کې زده کوونکو ته د اجيرو ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي چې زده کوونکي نه شي کولاى، اړينې زده کړې ترې وکړي.

هغه زياته کړه: ((هر کال د غزني سلګونه ځوانان له پوهنتونونو فارغېږي خو بيا هم مکتبونو کې مسلکي استادان نشته دي.))

سروري د پوهنې له رياسته غوښتنه وکړه چې د غزني هغو ځوانانو ته د استاد کېدو چانس ورکړي چې د ليسانس سندونه لري.

دغه راز د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد امين ابراهيم زوى پژواک ته وويل چې د نورو ولسواليو تر څنګ په قره باغ کې هم زده کوونکي د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((که مسلکي استادان شاګردانو ته درس ورنه کړي، شاګردان څه نه شي يادولاى نو ځکه بيا په کانکور کې هم کمې نومرې وړي او نه کاميابېږي.))

د غزني ښار د شمس العارفين د يوولسم ټولګي زده کوونکي شاه محمد پژواک ته وويل چې په دې ښوونځي کې ډېرى ښوونکي مسلکي نه دي.

هغه زياته کړه: ((نور استادان خو څه کوې چې زموږ د کيميا او فزيک استادان هم مسلکي نه دی، له دوولسم نه هلک فارغ شي بيا اسانه معادله نه شي حل کولاى، دا ټول د مسلکي استادانو د نه شتون له امله ده.))

ده هم ټينګار وکړ چې اړوندې ادارې بايد د مسلکي ښوونکو ستونزه نوره هواره کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد پژواک ته وويل چې د پخوا په پرتله د مسلکي ښوونکو ستونزه تر ډېره هواره شوې ده.

د هغې د معلوماتو له مخې، دا مهال په غزني کې اته زره ښوونکي دي چې له دې ډلې يواځې زر يې مسلکي نه دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.