منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۵ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني کې د مسلکي ښوونکو کموالي زده کوونکي له ستونزو سره مخ کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

غزني ښار (پژواک١٠ غبرګولى ٩٦): د غزني زده کوونکي اوس هم د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي، له همدې په زده کړو کې له ستونزو سره مخ دي.

د غزني د ولايتي شورا غړي حميدالله سروري د غبرګولي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسواليو تر څنګ د غزني ښار ښوونځي هم د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

ده وويل چې په ډېرو ښوونځيو کې زده کوونکو ته د اجيرو ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي چې زده کوونکي نه شي کولاى، اړينې زده کړې ترې وکړي.

هغه زياته کړه: ((هر کال د غزني سلګونه ځوانان له پوهنتونونو فارغېږي خو بيا هم مکتبونو کې مسلکي استادان نشته دي.))

سروري د پوهنې له رياسته غوښتنه وکړه چې د غزني هغو ځوانانو ته د استاد کېدو چانس ورکړي چې د ليسانس سندونه لري.

دغه راز د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد امين ابراهيم زوى پژواک ته وويل چې د نورو ولسواليو تر څنګ په قره باغ کې هم زده کوونکي د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((که مسلکي استادان شاګردانو ته درس ورنه کړي، شاګردان څه نه شي يادولاى نو ځکه بيا په کانکور کې هم کمې نومرې وړي او نه کاميابېږي.))

د غزني ښار د شمس العارفين د يوولسم ټولګي زده کوونکي شاه محمد پژواک ته وويل چې په دې ښوونځي کې ډېرى ښوونکي مسلکي نه دي.

هغه زياته کړه: ((نور استادان خو څه کوې چې زموږ د کيميا او فزيک استادان هم مسلکي نه دی، له دوولسم نه هلک فارغ شي بيا اسانه معادله نه شي حل کولاى، دا ټول د مسلکي استادانو د نه شتون له امله ده.))

ده هم ټينګار وکړ چې اړوندې ادارې بايد د مسلکي ښوونکو ستونزه نوره هواره کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد پژواک ته وويل چې د پخوا په پرتله د مسلکي ښوونکو ستونزه تر ډېره هواره شوې ده.

د هغې د معلوماتو له مخې، دا مهال په غزني کې اته زره ښوونکي دي چې له دې ډلې يواځې زر يې مسلکي نه دي.

هغه وايي: ((د دې ستونزې د هوارېدو لپاره موږ په پام کې لرو چې په نږدې راتلونکي له ٢٧٠ تنو څخه امتحان واخلي او مسلکي استادان په کار وګومارو څو دغه مشکل بېخي کم شي.))

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې لرو پرتو ولسواليو ته تره ډېره مسلکي ښوونکي نه ورځي نو ځکه يې اجير استادان ورته ټاکلي دي.

ده په ازموينه کې له ګډون کوونکو کسانو غوښتنه وکړه چې له پرېکړې سره سم دې بيا په ولسوالۍ کې هم د دندې لپاره چمتووالى ونيسي.

غزني شاوخوا شپږ سوه ښوونځي لري چې نږدې پنځه سوه زره نجونې او هلکان په کې زده کړې کوي، خو له نيمايي څخه ډېر ښوونځي يې ودانۍ نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه