جلال اباد (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦): د ننګرهار د مرکز جلال اباد له هوايي ډګر سره نن سهار ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې يو کس وژل شوى او ٤ نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند هوايي ډګر ته څېرمه د يوه کرولا موټر په وسيله وشو.
هغه زياته کړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د هوايي ډګر يو ساتونکى وژل شوى يو، ساتونکى او درې ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته درې ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن