کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦) :د کابل په پروني بريد کې د شاوخوا لسو بهرنيو هېوادونو د سفارتونو ودانۍ زيانمنې شوې او يو شمېر کورني او بهرني کارکوونکي يې ټپيان کړي دي.
پرون سهار د کابل د لسمې حوزې په مربوطاتو کې د يوه ځانمرګي بريد له امله شاوخوا ٩٠ تنه ووژل شول او تر ٤٦٠ زيات ټپيان شوي وو.
د اوبو د ټانکر په وسيله دغه ځانمرګى بريد چې په کې ١٥٠٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي و، د زنبق څلور لاري او وزير اکبرخان پر سړک د جرمني سفارت ترڅنګ شوى و، چې په شاوخوا سيمو کې يې نور سفارتونه، خصوصي شرکتونه او ګڼ شمېر دولتي او نادولتي ودانۍ وې، چې تقريباً ټول زيانمن شوي دي.
په دې پېښه کې د شاوخوا لسو سفارتونو ودانۍ هم زيانمنې شوې او يو شمېر کارکوونکي يې ټپيان دي.
په کابل کې د هندوستان د سفارت مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پروني بريد کې يې ودانۍ زيانمنه شوې، خو کارکوونکي يې نه دي ټپيان شوي.
دغه راز د جرمني د سفارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى سفارت په بشپړه توګه ويجاړ شوى او تر بلې خبرتيا پورې يې کارونه درېدلي دي.
بلخوا د جرمني د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په ياده پېښه کې يې يو شمېر کورني او بهرني کارکوونکي ټپيان شوي دي.
د بريتانيا سفارت بيا په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې ددوى د سفارت ښيښې هم ماتې شوي، خو کارکوونکي يې نه دي زيانمن شوي او کارونه يې نورمال روان دي.
بلخوا د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په پروني بريد کې يې د سفارت ودانۍ ډېره زيانمنه شوې، خو کارکوونکو ته يې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د بلغاريا د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې د کابل په پروني بريد کې يې د سفارت ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوې، خو کوم کارکوونکى يې نه دى ټپي شوى.
دغه راز په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د کابل په پروني بريد کې يې ٩ تنه افغان ساتونکي وژل شوي او ١١ امريکايي قرارداديان ټپيان شوي دي.
د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې په پرونۍ پېښه کې يو تن قزاقى وګړى ټپي شوى چې په راتلونکو څو ورځو کې به خپل هېواد ته ولېږل شوي.
login or register a new account.