Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په غزني او زابل کې د  ١١وسله والو د وژلو خبر ورکړل شو

  کابل (پژواک، ١٢غبرګولى ٩٦) : د ملي دفاع وزارت وايي چې په غزني کې پنځه وسله وال طالبان د خپل ماين د چاودنې له امله وژل شوي دي.    

د ملي دفاع وزارت وايي چې ياد پنځه وسله وال د غزني په اندړو ولسوال کې هغه مهال د خپل ماين د چاودنې پرمهال ووژل شول چې دغو وسله والو غوښتل ياد ماين ځاى پرځاى کړي .

د سرچينې په خبره، چې دغه وسله وال د پېښې پرمهال  ځاى پرځاى وژل شوي او ملکي کسانوته په کې زيان نه دى اوښتى .

د يوبل خبر له مخې، تېره شپه په زابل کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال هم شپږ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي .

د ملي دفاع وزارت وايي چې دغه عمليات د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

سرچينه وايي چې په وژل شو کسانو کې څلور بهرني وسله وال هم شامل دي، خو لا يې هم بشپړ هويت نه دى په ډاګه شوى .

تراوسه د يادو دواړو پېښو په اړه ددغو سيمو خلکو او وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.