کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٦): چارواکي وايي چې د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د روانو ځمکنيو او هوايي عملياتو په ترڅ کې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه عمليات وروسته له هغه پيل شول چې تېره اونۍ لسګونو وسله والو طالبانو د ميدانښار- باميان پر لويه لاره د جلرېز ولسوالۍ د محمد نور خېل پر پوستې بريد وکړ او هغه يې ونيولې.
د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب احمد اميني د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د جلرېز ولسوالۍ د يو شمېر پوستو د نيولو په موخه حشر کړى و.
هغه زياته کړه چې له نرخ، چک او جغتو ولسواليو څخه هم لسګونه وسله وال راغلي وو، پر پوستو يې ډله ييز بريد وکړل.
د نوموړي په وينا، په بريدونو کې دوه سيمه ييز پوليس ووژل شول او څو نور ټپيان شول، خو په ځوابي عملياتو کې له وسله والو سقوط شوې پوسته هم بېرته ونيول شوه.
اميني وويل چې له يادو بريدونو سره سم د ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال قايم په خپله جلرېز ولسوالۍ ته ولاړ او د جګړې قومانده يې پر غاړه واخيسته.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې کورنيو او بهرنيو ځواکونو د يادې لارې دواړو غاړو ته د غرونو په څوکو د وسله والو طالبانو پر پوستو او مرکزونو ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې تر ٤٠ زيات وسله وال مخالفين وژل شوي، ٦٠ تنه يې ټپيان دي او د جلرېز ولسوالۍ ٢٦ کلي له وسله والو پاک شوي دي.
اميني وويل چې په وژل شوو وسله والو کې د مولوي سرورالدين، ملا زخمي او دُرانک په نومونو د هغوى يو شمېر مهم قوماندانان هم شامل دي.
دى وايي چې مولوي سرورالدين تېر کال په دې ولسوالۍ کې له يو شمېر خلکو سرونه غوڅ کړي وو او د دې لارې په نا امنه کولو کې يې مهم رول درلودل.
اميني زياته کړه چې د مولوي سرورالدين جنازه په نرخ ولسوالۍ کې ترسره شوې، چې په کې ګڼ شمېر پاکستانيو وسله والو هم برخه اخيستې وه.
د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک وايي چې په يادو عملياتو کې پنځه پوليس وژل شوي او يو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.