مزارشريف (پژواک ۱۶ غبرګولی ۹۶): د بلخ والي او د جميعت ګوند اجرايوي رييس عطامحمد نور وايي، د ملي امنيت مشاور حنيف اتمر له خپل مشاورتي او پاليسي جوړوونکي پوسټ څخه اجرايوي کار اخلي.
نوموړي د غبرګولي په ۱۶مه، وروسته له ماسپښينه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې ويډيويي اعلاميه کې د جميعت ګوند د وروستۍ اعلاميې، د ملي امنيت مشاور حنيف اتمر، د جمعې د لاريون او د شنبې ورځې د ځانمرګو بريدونو او د حکومت د اجراييه ريس عبدالله عبدالله په اړه څرګندونې کړې دي.
عطامحمد نور ګواښ کړی، چې د دولت رهبري بايد د جمعيت ګوند د وروستۍ اعلاميې پر وړاندې بې تفاوتي ونه کړي.
نوموړی وايي، هغوی چې د جمعې ورځې په لاريون کې يې په مظلومو ځوانانو ډزې کړي، دولت مسووليت لري، چې مجرمين يې قانون ته وسپاري.
هغه د سالم ايزديار په جنازه کې شويو ځانمرګو بريدونو ته په اشارې سره وويل، چې دغه پېښه د بښلو نه ده.
عطامحمد نور ټينګار وکړ، چې تصميم داسې نيول شوى و، چې ګواکې د جمعيت ټوله رهبري د شنبې په ورځ له منځه يوړل شي.
نوموړي دغه پېښه ملي توطيه وګڼله، چې حکومت يې بايد ځواب ورکړي.
د بلخ والي او د جمعيت ګوند اجرايوي رييس عطامحمد نور د ملي امنيت د مشاور حنيف اتمر په اړه وايي، چې شخصيت ته يې درناوی لري؛ خو ټينګار کوی چې دغه شخص له خپل مشاورتي او پاليسي جوړوونکي پوسټ څخه اجرايويي کار اخلي.
نوموړي وايي، هغه کسان چې په نظامي برخه کې د لوړو پوسټونو لپاره غوره کېږي، تر کومې چې د اتمر له فلتر څخه تېر نه شي؛ نو ګومارل يې امکان نه لري.
نوموړي همداراز د اتمر له خوا له امريکا سره د امنيتي قرارداد او له حکمتيار سره د معاهدې لاسليکول په دې معنا وګڼل، چې دغه کس اجرايوي صلاحيت لري.
هغه وويل، له همدې امله د جمعيت اعلاميه بې منځپانګې نه ده، بلکې د دغه ګوند د غړو له خوا په ډله ييزه توګه چمتو کړای شوې او د ګوند د مشر له لوري وړاندې کړای شوې ده، چې دوی به يې د عملي کېدو لپاره کار کوي.
د بلخ والي ګواښ وکړ، چې د جمعيت ګوند د اعلاميې پر وړاندې بې تفاوته پاتې کېدو زيان به خورا ستر وي.
login or register a new account.