کندوز (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۶): د کندوز امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال وروسته له ۱۴ میاشتو د طالبانو له بنده راخوشی شو.
د شمال لوېدیځ زون د پولیسو ویاند محفوظ الله اکبري رسنیو ته وویل، د کندوز د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال چې تېر کال د کندوز- خان اباد د لویې لارې په اوږدو کې د طالبانو له خوا تښتول شوی و، نن سهار اووه نیمې بجې د طالبانو له بنده په تېښته بریالی شوی دی.
اکبری زیاتوي، بیګزاد، چې د یادې ولسوالۍ په اسماعیل قشلاق عربیه سیمه کې د طالبانو په بند کې و، د کشفي او امنیتي سرچینو د یوه اپراتیفي کار په پایله کې د یادې ډلې د یوه کس له خوا د زمینې په برابرولو تښتېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې له فراري ملګري سره یو ځای یې ځان په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لومړۍ لیکې ته رسولی دی او اوس د امام صاحب ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې له امنیتي ځواکونو سره دی.
login or register a new account.