Language

مزارشريف (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۶): د بلخ ولايت مدني فعالانو له امنيتي مسوولينو څخه په دغه ولايت کې د زورواکو او غير مسوولووسله والو د کړنو د مخنيوي جدي غوښتنه وکړه.

دوی وايي، دغه اړخونه د خپلو مافيايي ګټو په خاطر د يو بل پر وړاندې درېږي چې زيان يې عامو خلکو ته رسېږي.

تېره ورځ د دغه ولايت په خلم ولسوالۍ کې د دوو غير مسوولو وسله والو ډلو تر منځ نښته کې له دواړو خواوو يو يو کس ووژل شو او يو يو ټپي شو.

پېښه په ياده ولسوالۍ کې د جميعت ګوند پورې تړاو لرونکو د پارلمان وکيلانو اسحق رهګذر او اسدالله شريفي د وسله والو تر منځ شوې ده.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيدکمال سادات د غبرګولي په ۲۰مه، د بلخ ولايت د مدني ټولنو له اتحاديې سره په ګډه ناسته کې وويل، پېښه تېره ورځ د مازيګر او د روژه ماتي تر منځ مهال کې شوې ده.

نوموړي زياته کړه، لا يې هم د لامل په څرګندولو دوی څېړنه کوي؛ خو ويې ويل چې د پېښې يو اړخ خيزش مردمي وسله وال و چې د ولسي جرګې يو وکيل پورې تړاو لري او د نښتې بل اړخ هم غير مسوول وسله وال و چې د ولسي جرګې بل وکيل پورې اړه لري.

سادات د وکيلانو نومونه په ډاګه نه کړل؛ خو ويې ويل چې په نښته کې له دواړو لوريو يو يو کس وژل شوی او يو يو تن ټپي شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې له امله يې د سيمې خلکو ته مالي زيانونه هم اوښتي دي.

خو د خلم ولسوالۍ اوسېدونکي محمد الله وويل،د نښتې وسله وال د ولسي جرګې وکيلانو اسحق رهګذر او اسدالله شريفي پورې تړاو لري.

بلخوا د بلخ مدني فعالان وايي چې دغه خلک د خپلو مافيايي ګټو د خوندي ساتلو لپاره د يو بل پر وړاندې درېږي.

د بلخ ولايت د مدني ټولنو د اتحاديې مشر استاد حميد صفوت له بلخ امنيه قوماندان سره په ګډه امنيتي مشورتي ناسته کې د خلم پېښه د بېلګې په توګه ياده کړه چې دغه ډول خلک د مافيايي ګټو د خوندي ساتلو په موخه د يو بل پر وړاندې درېږي.

نوموړي زياته کړه، د خپلمنځي جګړو له امله که څه هم عامو خلکو ته زيان رسېږي؛ خو هغه ميليونونه ډالره پانګونې چې دوی خپله کړي هغه هم له ګواښ سره مخ کېدای شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.