منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د جمعيت ګوند د دوو وکيلانو د وسله والو ترمنځ نښته شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۶): د بلخ ولايت مدني فعالانو له امنيتي مسوولينو څخه په دغه ولايت کې د زورواکو او غير مسوولووسله والو د کړنو د مخنيوي جدي غوښتنه وکړه.

دوی وايي، دغه اړخونه د خپلو مافيايي ګټو په خاطر د يو بل پر وړاندې درېږي چې زيان يې عامو خلکو ته رسېږي.

تېره ورځ د دغه ولايت په خلم ولسوالۍ کې د دوو غير مسوولو وسله والو ډلو تر منځ نښته کې له دواړو خواوو يو يو کس ووژل شو او يو يو ټپي شو.

پېښه په ياده ولسوالۍ کې د جميعت ګوند پورې تړاو لرونکو د پارلمان وکيلانو اسحق رهګذر او اسدالله شريفي د وسله والو تر منځ شوې ده.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيدکمال سادات د غبرګولي په ۲۰مه، د بلخ ولايت د مدني ټولنو له اتحاديې سره په ګډه ناسته کې وويل، پېښه تېره ورځ د مازيګر او د روژه ماتي تر منځ مهال کې شوې ده.

نوموړي زياته کړه، لا يې هم د لامل په څرګندولو دوی څېړنه کوي؛ خو ويې ويل چې د پېښې يو اړخ خيزش مردمي وسله وال و چې د ولسي جرګې يو وکيل پورې تړاو لري او د نښتې بل اړخ هم غير مسوول وسله وال و چې د ولسي جرګې بل وکيل پورې اړه لري.

سادات د وکيلانو نومونه په ډاګه نه کړل؛ خو ويې ويل چې په نښته کې له دواړو لوريو يو يو کس وژل شوی او يو يو تن ټپي شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې له امله يې د سيمې خلکو ته مالي زيانونه هم اوښتي دي.

خو د خلم ولسوالۍ اوسېدونکي محمد الله وويل،د نښتې وسله وال د ولسي جرګې وکيلانو اسحق رهګذر او اسدالله شريفي پورې تړاو لري.

بلخوا د بلخ مدني فعالان وايي چې دغه خلک د خپلو مافيايي ګټو د خوندي ساتلو لپاره د يو بل پر وړاندې درېږي.

د بلخ ولايت د مدني ټولنو د اتحاديې مشر استاد حميد صفوت له بلخ امنيه قوماندان سره په ګډه امنيتي مشورتي ناسته کې د خلم پېښه د بېلګې په توګه ياده کړه چې دغه ډول خلک د مافيايي ګټو د خوندي ساتلو په موخه د يو بل پر وړاندې درېږي.

نوموړي زياته کړه، د خپلمنځي جګړو له امله که څه هم عامو خلکو ته زيان رسېږي؛ خو هغه ميليونونه ډالره پانګونې چې دوی خپله کړي هغه هم له ګواښ سره مخ کېدای شي.

د هغه په وينا، دوی اندېښنه لري چې د غير مسوولو وسله والو د خپلمنځي نښتو له امله د ټولنيز ژوند د خرابېدو تر څنګ د ښار امنيت هم ګډوډېږي.

صفوت له امنيتي مسوولينو د جدي کړنو غوښتنه وکړه.

بلخوا د شمال زون د ډاياګ پروسې مسوول جنرال عبدالمنان وايي چې د تېرې لسيزې د لومړيو وختونو په پرتله په شمال زون کې د غير مسوولو وسله والو شمېر پنځه برابره ډېر شوی دی.

نوموړي زياته کړه، اوس په دغه زون کې تسليم شوي وسله وال طالبان، د خيزش مردمي وسله وال او سيمه ييز پوليس هم د ناسم مديريت له امله په غيرمسوولو وسله والو کې شمېر کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه