لښکرګاه (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۶): د هلمند حکومتي چارواکي وايي چې په مارجې ولسوالۍ کې ٣٤ طالبان وژل شوي او د هغو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ميوند درې عملياتو په ترڅ کې تېره شپه او نن سهار د مارجې ولسوالۍ د سيفون او ابي ژرندو په سيمو کې افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ٣٤ طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه: ((په روانو عملياتو کې طالبان ډېر مقاومت نه شي کولاى او د تېرې شپې په عملياتو کې وسلې او نور مهمات هم له منځه تللي دي.))
هغه دا هم وويل چې تېره شپه د لښکرګاه په باباجي سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې د طالبانو يو قوماندان ملا عبدالباري وژل شوى دى.
دغه راز په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د يادو عملياتو په تاييد سره وويل چې اوسمهال امنيتي ځواکونه د مارجې ولسوالۍ په کليو او بانډو کې پر چاڼيزو عملياتو بوخت دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله مخامخ نښتې ډېرې نه دې شوې، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د هوايي بريدونو په ترڅ کې اوښتې ده.
د مارجي يوه قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ همدا اوس (له غرمې وروسته دوه بجې) د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
هغه وايي چې په دې ولسوالۍ یې د کانال پل طالبانو الوځولى دى خو امنيتي ځواکونه يې پر بېرته جوړولو بوخت دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تېره ورځ د هلمند والي حيات الله حيات ويلي وو چې د ميوند درې په نوم عمليات په سنګين، نادعلي، مارجه او ګرمسير ولسواليو کې پيل شوي دي.
هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې شپږ ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي او د پاتې نورو ولسواليو بيا يواځې مرکزونه له حکومت په کنټرول کې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP