ژبه

د امريکا دفاع وزير : د افغانستان په اړه نوې ستراتيژي به ژر ولسمشر ته وسپارل شي

توسط جاويد هميم کاکړ

جون 13, 2017 - 10:47 am

Views: 61

کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٦) : د امريکا ددفاع وزير وايي چې د افغانستان په اړه د جګړې او نوې تګلارې ستراتيژي به ډېر ژر ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وسپارل شي.

د امريکا ددفاع وزير جېم مېټس دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې دامريکا د سنا مجلس د پوځي چارو کمېسيون ته کړې دي.

هغه زياته کړې : (( زه به ډېر ژر نوې تګلاره ولسمشر ته وړاندې کړم، چې په کې به د افغانستان په ګډون د سيمې په کچه موضوعات شامل وي.))

نوموړي ويلي، په افغانستان کې له تېرو ١٦ کلونو راهيسې جګړه روانه ده او امريکايي پوځي چارواکي ددې هېواد حالات په ښه توګه در ک کولى شي.

دامريکا دفاع وزير ويلي، په دې وروستيو کې د افغانستان حالات خراب شوي هم دي.

مېټس دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د موټر بم چاودنې او پر جنازې د ځانمرګو بريدونو له امله تر ٥٠٠ زياتو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته .

دا په تېرو ١٦ کلونو کې تر ټولو خونړۍ پېښې وې چې په افغانستان کې رامنځته شوې دي.

دامريکادفاع وزير ويلي، دوى د افغانستان او د سيمې حالات ارزولي او ډېر ژر به بشپړ راپور ولسمشر ته وړاندې او هغه به يې په رڼا کې پرېکړه وکړي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال نېکولسن چې د نورو سرتېرو لېـږلو غوښتنه يې کړې، که چېرې دا ومنل شي، نو دا سرتېري به ډېرى تمرکز  د افغان ځواکونو پر روزنې کوي.

د امريکا د وسله والو ځواکونو لوى قوماندان جنرال  جوزېف ډنفورډ ياد کمېسيون ته ويلي چې ده هم ځينې وړانديزونه ورکړي، څو د افغانستان امنيتي حالت ورسره ښه شي.

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي چې ګوندې امريکا به په خپلې نوې ستراتيژۍ کې افغانستان ته د درې او پنځو زرو ترمنځ نور سرتېري ولېږي.

ناټو هم تېره مياشت په خپله سرمشريزه غونډه کې اعلان کړى و چې غواړي افغانستان ته نور سرتېري ولېږي. 

login or register a new account.