ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپيسا کې ١١ وسله وال وژل شوي

په کاپيسا کې ١١ وسله وال وژل شوي

author avatar
13 Jun 2017 - 15:10
په کاپيسا کې ١١ وسله وال وژل شوي
author avatar
13 Jun 2017 - 15:10

محمودراقي (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٦): د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي چې د يوې نښتې پر مهال ١١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د غبرګولي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د تګاب ولسوالۍ د بابا خېلو په سيمه کې د وسله والو مخالفينو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې سيمه ييزو پوليسو او د سيمې پاڅونوالو له وسله والو سره کلک مقاومت کړى او ١١ تنه يې وژلي دي.

د نوموړي په وينا، په دې نښته کې شپږ پاڅون کوونکي هم ټپيان شوي چې د تګاب ولسوالۍ د باباخېلو سيمې اوسېدونکي دي.

يوسفزى وايي چې وسله وال له سيمې تښتېدلي او د وژل شوو جسدونه يې د هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د تګاب ولسوالۍ يو اوسېدونکى بختيار وايي، نن سهار يې په سيمه کې څو ساعته جګړه شوې وه او دوى هم د وسله والو له مرګ ژوبلې خبر شوي دي.

د هغه په وينا، سيمه ييزو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.