ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان- هند هوايي کارګو الوتنې سبا پیلېږي

17 Jun 2017 - 11:41
17 Jun 2017 - 11:41

کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦): د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوايي کارګو له لارې سوداګريزې اړيکې سبا پيلېږي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي د غبرګولي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې برخه کې د اريانا هوايي شرکت لومړۍ کارګو الوتکه سبا د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه د ډيلي پر لور روانېږي.

هغه زياته کړه چې په لومړيو کې به له افغانستان څخه وچه او تازه مېوې او نباتات لېږي او له هند څخه به درمل، غذايي توکي او رخت راوړل کېږي.

د الکوزي په وينا، په لومړۍ کارګو الوتکه کې  به له افغانستان څخه ٦٠ ټنه توکي هندوستان ته ولېږل شي او له هغې خوا به ٦٠ ټنه بېلابېل ډول توکي راوړل شي.

دى وايي چې اوس مهال دغه کارګو له کابل څخه پيلېږي،  په شلمه نېټه به له کندهار څخه هم لومړۍ کارګو الوتکه هندوستان ته ولاړه شي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال په راتلونکي کې د توکو زياتوالي او د سوداګرو لېوالتيا ته په کتلو سره به دا لړۍ نورو لويو ښارونو ته وغځول شي.

د هغه په وينا، اوس مهال به اونۍ کې يوه کارګو د افغانستان او هندوستان تر منځ تګ راتګ کوي، خو که اړتيا پيدا شوه؛ نو اونۍ کې به دوه الوتکې هم کېږي.

الکوزي وويل چې افغان سوداګر د ډيلي په هوايي ډګر کې د توکو  د ساتلو او د کارونو د پروسس په برخه کې ستونزې لري او له دواړو حکومتونو څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ده د هندوستان له حکومته وغوښتل چې د ډيلي په هوايي ډګر کې د افغان سوداګرو د توکو لپاره يوه ساحه ورته ځانګړې کړي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال د افغانستان له حکومت څخه مننه وکړه چې د سوداګرو د اسانتيا لپاره يې د هوايي کارګو زمينه برابره کړه.

د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوايي کارګو سوداګري په داسې حال کې پيلېږي چې پاکستان دواړو هېوادونو ته د خپلې خاورې له لارې د سوداګرۍ اجازه او اسانتيا نه ورکوي.

ولسمشر اشرف غني تېر کال هندوستان ته د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي کارګو د پيلولو وړانديز کړى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version