Language

“پر جوماتونو بريد کوونکي يې د پرديو هېوادونو جاسوسان دي”

مزار شريف  (پژواک ۲۷ غبرګولی ۹۶): په بلخ ولايت کې په هېواد کې د وروستيو بريدونو په غبرګون غونډه وشوه، چې پر جوماتونو بريد کوونکي يې د پرديو هېوادونو جاسوسان وبلل.

د ولايتي شورا په انګړ کې د غبرګولي په ۲۷مه، د ولايتي شورا وکيلان، ديني عالمان او د مدني ټولنو غړي په هېواد کې د وورستيو بريدونو په غبرګون سره ټول شوي وو.

دوی پر جوماتونو بريد د اسلام له ټولو اصولو سره خلاف عمل وګاڼه او دا يې د دښمن لخوا د افغانانو تر منځ د مذهبي نفاق پيدا کېدو ناوړه هڅې وبللې.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په شپه د کابل ښار د دشت برچي سيمې د الزهرا پر جومات د تراويحو پر مهال ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې څلور تنه ووژل شول او شاوخوا اته تنه نور ټپيان شوي وو.

ديني عالم مولوی محسن دانش وويل، هېڅ مسلمان په يو اسلامي هېواد کې پر جومات بريد نه کوي.

نوموړي زياته کړه،په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې پر جوماتونو بريدونه کېږي، چې د اسلام له ټولو اصولو سره خالف عمل دی.

د هغه په وينا، پر جوماتونو د بريدونو له لارې هڅه کېږي، چې د افغانانو تر منځ مذهبي نفاق ته لاره هواره کړي.

مولوی دانش وويل، چې دغه ډول بريدګر هېڅ مذهب پورې تړاو نه لري بلکې د اسلام او د افغان دولت دښمنان دي.

نوموړي په افغانستان کې پر جوماتونو بريدګر د پرديو هېوادونو جاسوسان وګڼل.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.