مزار شريف (پژواک ۲۷ غبرګولی ۹۶): په بلخ ولايت کې په هېواد کې د وروستيو بريدونو په غبرګون غونډه وشوه، چې پر جوماتونو بريد کوونکي يې د پرديو هېوادونو جاسوسان وبلل.
د ولايتي شورا په انګړ کې د غبرګولي په ۲۷مه، د ولايتي شورا وکيلان، ديني عالمان او د مدني ټولنو غړي په هېواد کې د وورستيو بريدونو په غبرګون سره ټول شوي وو.
دوی پر جوماتونو بريد د اسلام له ټولو اصولو سره خلاف عمل وګاڼه او دا يې د دښمن لخوا د افغانانو تر منځ د مذهبي نفاق پيدا کېدو ناوړه هڅې وبللې.
د يادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په شپه د کابل ښار د دشت برچي سيمې د الزهرا پر جومات د تراويحو پر مهال ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې څلور تنه ووژل شول او شاوخوا اته تنه نور ټپيان شوي وو.
ديني عالم مولوی محسن دانش وويل، هېڅ مسلمان په يو اسلامي هېواد کې پر جومات بريد نه کوي.
نوموړي زياته کړه،په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې پر جوماتونو بريدونه کېږي، چې د اسلام له ټولو اصولو سره خالف عمل دی.
د هغه په وينا، پر جوماتونو د بريدونو له لارې هڅه کېږي، چې د افغانانو تر منځ مذهبي نفاق ته لاره هواره کړي.
مولوی دانش وويل، چې دغه ډول بريدګر هېڅ مذهب پورې تړاو نه لري بلکې د اسلام او د افغان دولت دښمنان دي.
نوموړي په افغانستان کې پر جوماتونو بريدګر د پرديو هېوادونو جاسوسان وګڼل.
خو د ولايتي شورا ريس ډاکټر محمد افضل حديد وويل، چې دښمن به په ورته هڅو خپلو شومو هدفونو ته هېڅکله ونه رسېږي.
نوموړي زياته کړه، چې افغانان په ټولنيزو دودونو او اسلامي اصولو له يو بل سره داسې ګنډل شوي، چې په هره بڼه يې بېلوالي ناشونی دی.
د هغه په وينا دښمن، که د افغانانو تر منځ د نفاق پيدا کېدو هڅې کوي؛ نو دغه ارمان به يې ګور ته يوسي.
خو مدني فعالان بيا وايي، چې دولت بايد د ورته هڅو پر وړاندې غلی پاتې نه شي، بلکې خپله مبارزه لا پسې ګړندۍ کړي.
د بلخ د مدني ټولنو اتحاديې مشر استاد حميد صفوت وويل، چې که چېرې د وروستيو پېښو تر سر کوونکي سزا ونه ويني؛ نو د ورته نورو کړنو جرئت به پيدا کړي.
نوموړي زياته کړه، چې افغان دولت ته بويه، د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې خپله مبارزه لا پسې جدي کړي.
هغه اندېښنه وښوده، چې د دولت بې غوري به د افغانانو قربانۍ ته لا پسې لاره جوړول وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









