کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٦): وسله والو طالبانو له کابله د امريکايي پوهنتون د دوو بهرنيو تښتول شوو استادانو نوې ويډيو خپره کړې ده.
په دې ويډيو کې چې د وسله والو طالبانو له خوا د غبرګولي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغو استادانو د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د دوى د خوشې کولو لپاره خبرې وکړي.
په کابل کې د امريکايي پوهنتون دغه استادان، ٦٠ کلن امريکايى کيون کنګ او ٤٨ کلن اسټراليايى ټيمټي ويکس د ١٣٩٥ لمريز کال د زمري په مياشت کې له کابل څخه تښتول شوي وو.
دغو استادانو په دې ویډیویي پیغام کې ویلي چې وسله وال طالبان د هغوى په بدل کې د خپلو هغو ملګرو ازادي غواړي چې په بګرام او څرخي پله په زندانونو کې بنديان دي.
امريکايي استاد کنگ چې اوس يې ږیره اوږده شوې، په دې ویډیو کې وایي "طالبان له موږ سره ښه سلوک کوي. موږ ته د مېلمنو په سترګه ګوري خو د هر یرغمل شوي کس ارمان هم دا وي چې هغه د بند نه خوشې شي. "
کنگ وایي چې هغه دغه پیغام يې د جون په شپاړسمه ثبت کړی دی.
اسټرالیايى پروفیسور ویکس په دې ویډیو کې د اسټرالیا له سیاستمدارانو غوښتنه کړې ده چې د ده په اړه کې د اسټرالیا په پارلمان کې خبرې وکړي.
هغه زياته کړه چې د خوشې کېدو یواځېنۍ لاره هم دغه ده چې د اسټرالیا لومړی وزیر د امریکا له ولسمشر او طالبانو سره خبرې وکړي او له هغوی سره موافقې ته ورسیږي.
ویکس وایي: "زه هیله کوم چې بندې شوي طالبان ژر تر ژره خپلو کورونه ته بېرته راشي او له خپلې کورنۍ سره اختر ونمانځې او زه هم په خپلوانو او ملگرو پسې کور ته ولاړ شم. "
دا د دغو برمته شوو استادانو دويمه ویډیو ده چې طالبانو خپره کړې ده چې څو وښيي، دغه کسان ژوندي دي.
د افغانستان حکومت او یا هم امریکایي چارواکو د دې ویډیو په هکله څه نه دې ویلي.
تر دې مخکې امريکايي سرچينو ويلي وو، که چېرې طالبان دغه استادان ووژني، نو په پاکستان کې به د حقاني شبکې پر مرکزونو بريدونه وکړي.
login or register a new account.