لښګرګاه (پژواک، ۵چنګاښ۹۶) : د هلمند ولايتي روغتون کې د بسترونو د کموالي له امله ډېرى مهال په يوه بستر کې د دوو ناروغانو درملنه کېږي.
د ياد روغتون مشر ډاکتر نثار احمد بارک وايي، د بُست ولايتي روغتون په تشکيل کې ۱۵۰ تنو ناروغانو لپاره ځای شته، خو د بې پولو ډاکترانو په مرسته يې دا مهال ۳۲۷ بسترونه چمتو کړي دي.
هغه زياتوي، په دې ولايت کې د نورو ناروغيو ترڅنګ په جګړو کې د ټپي شويو کسانو د زياتې شمېرې له امله ډېرى مهال دوى تر ٥٠٠ بسترونو پورې اړتيا لري.
ډاکتر بارک وايي چې په دې روغتون کې د ناروغانو د شمېر ډېروالی له يوې خوا د نفوس ډېرښت او له بلې خوا د موسمي ناروغيو شتون دی، چې ډېرى يې ماشومان تشکيلوي .
د نوموړي په وينا، په يوه وخت کې د دومره ډېرو ناروغانو درملنه ناممکن کار دى.
هغه زياته کړه : (( همدا نن موږ ٤٠٥ تنه بستري ناروغان لرو چې ١٦٠ يې يوازې ماشومان دي او داسې وخت هم راغلى، چې په يوه شپه تر سلو ډېر مو بستر کړي دي.))
د بُست روغتون رييس وايي، په داسې حالاتو کې دوى اړ دي چې په يوه وخت کې اوه او درې ناروغان په يوه بستر کې ځاى پر ځاى کړي .
ده وويل، چې د ناروغانو پايوازانو ته نه په روغتون کې دننه او نه هم بهر د اوسېدو ځاى لري، چې له امله يې هغوى هم له ستونزو سره مخامخ دي.
بارک وايي چې ددې ستونزې د اوږدمهاله هواري غوښتنې يې کړې دي ، خو اوس اړتيا ده چې په لنډ مهاله او ژر تر ژره بايد دا ستونزه هواره شي.
د هغه په وينا، د عامې روغتيا رياست دوه ودانۍ چې د ملکي روغتون په ساحه کې دي، بايد دوى ته په واک ورکړل شي، څو ناروغانو ته په کې بسترونه فعال کړي.
ده وويل چې د عامې روغتيا رياست د خپلو فعاليتونو لپاره نورې ودانۍ لري.
ډاکټر بارک وايي،د بې پولې ډاکټرانو نړيواله اداره چمتو ده چې د ځای د پراخوالي په صورت کې ددوى تشکيل هم ډېر کړي .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP