منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند مرکزي روغتون يو بستر کې دوه درې ناروغان پراته وي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۶۸ کتنې

لښګرګاه (پژواک، ۵چنګاښ۹۶) : د هلمند ولايتي روغتون کې د بسترونو د کموالي له امله ډېرى مهال په يوه بستر کې د دوو ناروغانو درملنه کېږي.

د ياد روغتون مشر ډاکتر نثار احمد بارک وايي، د  بُست ولايتي روغتون  په تشکيل کې ۱۵۰  تنو ناروغانو لپاره ځای شته، خو د بې پولو ډاکترانو په مرسته يې دا مهال ۳۲۷ بسترونه چمتو کړي دي.

هغه زياتوي، په دې ولايت کې د نورو ناروغيو ترڅنګ په جګړو کې د ټپي شويو کسانو د زياتې شمېرې له امله ډېرى مهال دوى تر ٥٠٠ بسترونو پورې اړتيا لري.

ډاکتر بارک وايي چې په دې روغتون کې د ناروغانو د شمېر ډېروالی له يوې خوا د نفوس ډېرښت او له  بلې خوا د موسمي ناروغيو شتون  دی، چې ډېرى يې  ماشومان تشکيلوي .

د نوموړي په وينا، په يوه وخت کې د دومره ډېرو ناروغانو درملنه ناممکن کار دى.

هغه زياته کړه : (( همدا نن موږ ٤٠٥ تنه بستري ناروغان لرو چې ١٦٠ يې يوازې ماشومان دي او داسې وخت هم راغلى، چې په يوه شپه تر سلو ډېر مو بستر کړي دي.))

د بُست روغتون رييس وايي، په داسې حالاتو کې دوى اړ دي چې په يوه وخت کې اوه او درې ناروغان په يوه بستر کې ځاى پر ځاى کړي .

ده وويل، چې د ناروغانو پايوازانو ته نه په روغتون کې دننه او نه هم بهر د اوسېدو ځاى لري، چې له امله يې هغوى هم له ستونزو سره مخامخ دي.

بارک وايي چې ددې ستونزې د اوږدمهاله  هواري غوښتنې يې کړې دي ، خو اوس اړتيا ده چې په لنډ مهاله او ژر تر ژره بايد دا ستونزه هواره شي.

د هغه په وينا، د عامې روغتيا رياست دوه ودانۍ چې د ملکي روغتون په ساحه کې دي، بايد دوى ته په واک ورکړل شي، څو ناروغانو ته په کې بسترونه فعال کړي.

ده وويل چې د عامې روغتيا رياست  د خپلو فعاليتونو لپاره نورې ودانۍ لري.

ډاکټر بارک وايي،د بې پولې ډاکټرانو نړيواله اداره چمتو ده چې د ځای د پراخوالي په صورت کې ددوى تشکيل هم ډېر کړي .

ده وويل،اوس مهال ٩٠٠ کاروکوونکي  لري، خو يواځې ١٦٠ تنه يې رسمي دي.

د بي بي په نوم يوه مېرمنه چې ماشوم يې د ماشومانو په څانګه کې بستر و، پژواک اژانس ته وويل چې په هر بستر کې دوه او درې ماشومان له خپلو ميندو سره پراته دي.

دې زياته کړې : (( نه د کېناستو ځاى لرو او نه هم د خوب، سخت په تکليف کې يو.))

د هغه په وينا، د ناروغانو او پايوازانو بيروبار سره ددې پر ځاى چې ناروغان روغ شي، ناروغتيايې نوره هم زياتېږي.

د خدايدا په نوم  يو تن چې د بُست روغتون  په دهليز کې له ګنو نورو پايوازانو سره د نارو غانو د پوښتنې په موخه ناست و، پژواک ته وويل چې  دلته د ګڼې ګوڼې له امله  روغ  انسانان  هم ناروغه شوي دي.

نوموړې غوښتنه وکړه، که چېري امکان ولري، پايوازانو ته  ځانګړی ځای جوړ کړل شي.

د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر مولاداد توبه ګار  وايي، دوى غواړي چې دوه ودانۍ بست روغتون ته وسپاري، خو په دې برخه کې ځېنې ستونزې لري. 

 هغه پژواک ته وويل : (( موږ د ولايت مقام ته څو ځلې ويلي چې نوې ودانۍ ته د تګ لپاره ورسرته مرسته وکړي، خو هغوى ځان غلي نيولي دي.))

د  هلمند دعامې روغتيا رييس وويل، دا ستونزه لويه ده، دوی خبر دي چې ناروغان ډير دي، خو د حل لپاره يې له وزارت  څخه هم غوښتنه کړې چې په تشکيل کې دوی ته ۳۰۰ نور بسترونه زيات کړي او پرسونل هم ورکړي،خو دا کار وخت ته اړتيا لري.

هغه پر بې پولې ډاکټرانو نيوکه وکړه چې د مرستو ترڅنګ ځينې مهال ستونزې هم جوړوي، ورځني ناروغان نه ګوري او نه هم دوى ته اجازه ورکوي چې دا ستونزه هواره کړي ـ

ډاکټر توبه ګار وايي چې ياده نړيواله ټولنه د روغتون له نوي تشکيل سره هم مخالف دى.

د يادولو ده  چې په هلمند کې د بست او ايمرجنسي روغتونونو ترڅنګ په مرکز او ولسواليو کې ٧٣ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا