قلعه نو (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٦): سيمه ييز چارواکي وايي، بادغيس کې دوه نجونې د نږدې خپلوانو له لوري وژل شوې او دغه راز کندوز کې يو پوليس د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى او يو بل ټپي دى.
د بادغيس د ښځو چارو مشرې زرغونې شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له غرمې وروسته د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ په عمرزي کلي کې د ملا دستګير په نوم د طالبانو د يوه قوماندان لور شاه پري چې له يوه هلک سره يې د تېښتې هڅه کړې وه؛ د پلار له لوري په ډزو سره وژل شوې ده.
شېرزاد وويل، دغه معلومات يې د ياد کلي له اوسېدونکو د ټېليفون له لارې ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه، پرون شپه په ياد کلي کې دغه راز يوه بله نجلۍ هم په خپل کور کې د خپل کوژدن له لوري زندۍ شوې ده.
د شېرزاد په وينا، د يادې نجلۍ کورنۍ ويلي چې د نجلۍ نامزاد د هغې له زندۍ کولو وروسته له کور تښتېدلى دى.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، پرون هم د بادغيس ولايت په ياد کلي کې يوه نجلۍ چې له يوه هلک سره د تښتېدو په حال کې وه، د خپل تره له لوري وژل شوې ده.
د بادغيس امنيتي سرچينو په دې اړه د جزئياتو له وړاندې کولو ډډه کړې، خو وايي چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا کندوز کې د يوه پوليس له وژل کېدو او يوه بل له ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.
د کندوز ولايتي شورا مشر امرالدين ولي پژواک ته وويل، نن مازيګر څلور بجې ناپېژاندو وسله والو پر دوو پوليسو ډزې وکړې، چې په پايله کې يې يو پوليس ووژل شو او يو بل ټپي شو.
هغه زياته کړه، وسله والو د يادو دوو پوليسو وسلې له ځانه سره يوړې.
د کندوز حوزوي روغتون مشر ډاکټر نعيم منګل، د دې خبرې په څرګندولو سره چې شېبه وړاندې ياد روغتون ته دوه کسان راوړل شوي، وويل: "يوه يې د روغتون په داخل کې ساه ورکړه او د دويم کس روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دى."
login or register a new account.