ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوستوال د کرکټ لوبغالي د پراخېدلو غوښتنه کوي

خوستوال د کرکټ لوبغالي د پراخېدلو غوښتنه کوي

author avatar
3 Jul 2017 - 11:19
خوستوال د کرکټ لوبغالي د پراخېدلو غوښتنه کوي
author avatar
3 Jul 2017 - 11:19

خوست ښار (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٦): په خوست کې د کرکټ لوبغاړي او مينه وال د کرکټ بورډ پر مسوولينو نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې يې د کرکټ لوبغالي د پراختيا په برخه کې خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

د خوست کرکټ لوبغالی د ۲۰۱۶ ميلادي کال د ډسمبر په مياشت کې د لسګونو زره خلکو په راټولېدنې سره پرانيستل شو، خو د کرکټ مينه والو شمېر ته په کتو سره د نندارچيانو لپاره د ناستې کافي ځای نه لري.

د کرکټ يوه لوبغاړي عبدالرحمن اشنا پژواک اژانس ته وويل چې د دغه لوبغالي د پراختيا چارې تر پرانيستې مخکې پيل شوې وې، خو تهداب يې کېندل شوی او نور کار يې مخې ته نه دی تللی دی.

هغه زياته کړه: ((د کرکټ بورډ مسوولينو ويل چې په لوبغالي کې به ډېرې اسانتياوې رامنځته شي. په خاص ډول چې لوبغالی به د ۳۰زره ننداره کوونکو د ناستې وړتيا ولري، خو تر اوسه يې ژمنې نه دي پر ځای کړې.))

د دغه ولايت اوسېدونکي فريد پژواک اژانس ته وويل چې لوبغالی پراختيا ته ډېره اړتيا لري؛ ځکه چې عادي لوبه هم په دغه لوبغالي کې ترسره کېږي، د ټولو ننداره کوونکو لپاره ځای نه پيدا کېږي.

هغه وايي: ((د کرکټ بورډ مسوولينو چې کومې ژمنې د دې لوبغالي د پراختيا په اړه کړې دي، هغه بايد عملي کړي. خوست د کرکټ په برخه کې ډېر زيات مينه وال لري.))

د دغه ولايت اوسېدونکی محمدشاه فضليار وايي، د دې لپاره چې افغانستان د کرکټ له نړيوالې شورا سره د بشپړ غړيتوب ساتنه وکړي، ټول هغه معيارونه بايد پوره کړي چې ورته ټاکل شوي دي.

فضليار پژواک اژانس ته وويل چې په دې معيارونو کې يو دا هم دی چې د لوبغالو شمېر ډېر شي او د کيفيت له پلوه ورته جدي پاملرنه وشي.

ده زياته کړه: ((کله چې لوبغالي ډېر شي، زيات نندارچيان ځای کړي، په دې سره به افغانستان ای سي سي ته خپل ثبونه وړاندې کړي چې هغه معيار چې تاسو موږ ته راکړی و، هغه مو پوره کړی او خپل غړيتوب وساتي.))

په ورته وخت کې د مس عينک زون مشر خوشحال نيازي له پژواک اژانس سره په خبرو کې ومنله چې د لوبغالي د پراخېدو کارونه د ځينو تخنيکي ستونزو له کبله ځنډېدلي دي.

هغه زياته کړه چې دا موضوع يې د کرکټ بورډ له عمومي مشر سره شريک کړې او هيله من دي چې نن يا سبا د خوست لوبغالي د پراخېدو کارونه له سره پيل او د ننداره کوونکو ستونزه هواره کړي.

خوشحال نيازي وويل: ((کله چې يې نوي کارونه پيل شول، د ساختماني شرکت مسوولينو ويل چې دا ځای شګه لري او لږ څه مشکلات لري. هغه کار يې وځنډېده خو نن يا سبا به يې بيا کار پيل شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.