مزارشريف (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۶): د شمال زون امنيتي مسوولين وايي چې په بلخ ولايت کې له تېرو لسو ورځو د روانو عملياتو په ترڅ کې له ۳۲ ډېر وسله وال مخالفين وژل شوي او له ۳۱ ډېر ټپيان دي.
خو عام خلک له روانو عملياتو شکايت کوي چې له امله يې د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي او ټول شوي کښتونه يې سوځېدلي دي.
په مزارشريف کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مرستيال نصرت الله جمشيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو لسو ورځو د بلخ په چاربولک او چمتال ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي.
نوموړي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې تر دې دمه ۳۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او له ۳۱ ډېر په کې ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، په وژل شوو کې د حيدري، خالد او شينکي په نومونو د وسله والو مخالفينو مشهور سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي.
جمشيدي همداراز وويل چې د عملياتو په اوږدو کې يې د دښمن ډېرې قرارګاوې له منځه وړل شوې او زيات شمېر وسله هم ترلاسه شوې ده.
همداراز زيات شمېر خښ کړای شوي ماينونه د دوی له خوا خنثی شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې په روانو عملياتو کې تر دې دمه نه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او نه هم عامو خلکو ته.
خو د سيمې اوسېدونکي شکايت کوي چې د روانو عملياتو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
د بارګاه سيمې اوسېدونکي عبدالغفار پژواک ته وويل چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د روانو عملياتو له امله يې د دوی د کلي په ګډون د شپږو کليو اوسېدونکو خپل کورونه پرېيښي دي.
نوموړي زياته کړه چې امنيتي ځواکونو له لارې پر توپونو د خپل هدف د ويشتلو هڅه کوي چې ځای ځای توپونه او راکټونه د غنمو په درمندونو لګېدلي او لولپه شوي دي.
د هغه په وينا، ځينې د کورونو ودانۍ هم سوځېدلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP