مزارشريف (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۶): د شمال زون امنيتي مسوولين وايي چې په بلخ ولايت کې له تېرو لسو ورځو د روانو عملياتو په ترڅ کې له ۳۲ ډېر وسله وال مخالفين وژل شوي او له ۳۱ ډېر ټپيان دي.
خو عام خلک له روانو عملياتو شکايت کوي چې له امله يې د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي او ټول شوي کښتونه يې سوځېدلي دي.
په مزارشريف کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مرستيال نصرت الله جمشيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو لسو ورځو د بلخ په چاربولک او چمتال ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي.
نوموړي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې تر دې دمه ۳۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او له ۳۱ ډېر په کې ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، په وژل شوو کې د حيدري، خالد او شينکي په نومونو د وسله والو مخالفينو مشهور سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي.
جمشيدي همداراز وويل چې د عملياتو په اوږدو کې يې د دښمن ډېرې قرارګاوې له منځه وړل شوې او زيات شمېر وسله هم ترلاسه شوې ده.
همداراز زيات شمېر خښ کړای شوي ماينونه د دوی له خوا خنثی شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې په روانو عملياتو کې تر دې دمه نه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او نه هم عامو خلکو ته.
خو د سيمې اوسېدونکي شکايت کوي چې د روانو عملياتو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
د بارګاه سيمې اوسېدونکي عبدالغفار پژواک ته وويل چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د روانو عملياتو له امله يې د دوی د کلي په ګډون د شپږو کليو اوسېدونکو خپل کورونه پرېيښي دي.
نوموړي زياته کړه چې امنيتي ځواکونو له لارې پر توپونو د خپل هدف د ويشتلو هڅه کوي چې ځای ځای توپونه او راکټونه د غنمو په درمندونو لګېدلي او لولپه شوي دي.
د هغه په وينا، ځينې د کورونو ودانۍ هم سوځېدلي دي.
مدني فعالان هم وايي چې امنيتي مسوولين د جګړې پر مهال د عامو خلکو د ژوند او ملکيت ساتنې مسووليت هم لري.
مدني فعال احمد جاوېد د دښمن پر وړاندې د امنيتي ځواکونو یرغلیز عمليات وستايل خو تر څنګ يې د دې پخلی وکړ چې د روانو عملياتو له امله عامو خلکو ته زيانونه رسېدلي دي.
نوموړي دولت او امنيتي ځواکونه د خلکو د ملکيت ساتنې پر وړاندې مکلف وګڼل.
خو د شاهين قول اردو وياند جمشيدي وويل چې د دوی عمليات له تېرو لسو ورځو له همدې ټکني روان دي چې عامو خلکو ته زيان ونه رسېږي.
نوموړي زياته کړه چې دښمن د سيمې د اوسېدونکو کورونه او کښتونه په ولکه کې اخيستي او امنيتي ځواکونه پر وړاندې ترې د سپر په توګه کار اخلي.
خو هغه ټينګار وکړ چې بيا هم دوی هڅه کوي چې د چا ملکيت ته زيان ونه رسېږي.
جمشيدي وويل چې د دښمن پر وړاندې عمليات په سخته روان دي او باوري دي چې ډېر زر به چاربولک او چمتال له وسله والو مخالفينو پاک کړي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم په چمتال ولسوالۍ کې ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










