غزني ښار (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٦): د غزني ولايت په ځينو ولسواليو کې يا روغتيايي مرکزونه تړل شوي او يا هم که فعال دي درمل نه لري.
د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي نقيب الله د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نامعلومو دلايلو له مخې له تېرو څو کلونو راهيسې د دې ولسوالۍ روغتيايي مرکز تړل شوى دى.
هغه وايي: ((کله چې موږ ته عاجل مريض پيدا شي يا اندړو ولسوالۍ ته او يا هم ښار ته ځو.))
د هغه په وينا، په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي مرکز د نه شتون له امله ډېرى وخت بېړني ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د نقيب الله د معلوماتو له مخې، څه موده وړاندې د دې ولسوالۍ دوه ناروغې ښځې غزني ښار ته د لارې په اوږدو کې مړې شوې.
دغه راز د ګيلان اوسېدونکي محمد صادق پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې يواځې يو ډاکټر دى.
هغه وايي: ((دغه ولسوالۍ د کابل- کندهار پر لويه لار پرته ده چې د ولسوالۍ د مريضانو تر څنګ د دې لويې لارې د ترافيکو پېښو ټپيان هم ور وړل کېږي چې يواځې يو ډاکتر په کې دى او خلکو ته سمه رسېدنه نه شي کولاى.))
د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ د ډېرو ميندو، ماشومان يا په کور کې پيدا کېږي او يا هم درې ساعته مزل کوي څو غزني ښار ته ورسېږي.
بل لور ته د غزني د قره باغ اوسېدونکی رحمت الله وايي چې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې ناروغانو ته تاريخ تېر درمل ورکول کېږي.
هغه د بېلګي په توګه وويل: ((څو ورځې وړاندې مې يو مريض کلينيک ته بیولی و کله چې یې دوا راکړه او کور ته راغلم، ګورم چې د دوا تاريخ په ٢٠١٦ کال کې تېر شوى دى.))
ده هم وويل چې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې هم د ډاکترانو شمېر کم دى او په سمه توګه ناروغانو ته رسېدنه نه شي کولاى.
د غزني د مقر اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د روغتيايي مرکز ډاکتران، ناروغان خپلي شخصي کتنځايونو ته راجع کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP