غزني ښار (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٦): د غزني ولايت په ځينو ولسواليو کې يا روغتيايي مرکزونه تړل شوي او يا هم که فعال دي درمل نه لري.
د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي نقيب الله د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نامعلومو دلايلو له مخې له تېرو څو کلونو راهيسې د دې ولسوالۍ روغتيايي مرکز تړل شوى دى.
هغه وايي: ((کله چې موږ ته عاجل مريض پيدا شي يا اندړو ولسوالۍ ته او يا هم ښار ته ځو.))
د هغه په وينا، په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي مرکز د نه شتون له امله ډېرى وخت بېړني ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د نقيب الله د معلوماتو له مخې، څه موده وړاندې د دې ولسوالۍ دوه ناروغې ښځې غزني ښار ته د لارې په اوږدو کې مړې شوې.
دغه راز د ګيلان اوسېدونکي محمد صادق پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې يواځې يو ډاکټر دى.
هغه وايي: ((دغه ولسوالۍ د کابل- کندهار پر لويه لار پرته ده چې د ولسوالۍ د مريضانو تر څنګ د دې لويې لارې د ترافيکو پېښو ټپيان هم ور وړل کېږي چې يواځې يو ډاکتر په کې دى او خلکو ته سمه رسېدنه نه شي کولاى.))
د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ د ډېرو ميندو، ماشومان يا په کور کې پيدا کېږي او يا هم درې ساعته مزل کوي څو غزني ښار ته ورسېږي.
بل لور ته د غزني د قره باغ اوسېدونکی رحمت الله وايي چې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې ناروغانو ته تاريخ تېر درمل ورکول کېږي.
هغه د بېلګي په توګه وويل: ((څو ورځې وړاندې مې يو مريض کلينيک ته بیولی و کله چې یې دوا راکړه او کور ته راغلم، ګورم چې د دوا تاريخ په ٢٠١٦ کال کې تېر شوى دى.))
ده هم وويل چې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې هم د ډاکترانو شمېر کم دى او په سمه توګه ناروغانو ته رسېدنه نه شي کولاى.
د غزني د مقر اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د روغتيايي مرکز ډاکتران، ناروغان خپلي شخصي کتنځايونو ته راجع کوي.
هغه وايي: ((کلينيک ته چې لاړ شى درته وايي چې دوا له بيرون نه راوړه او يا هم درته وايي چې مازديګر زما معاينه خانې ته راشه.))
يادو او د دغه ولايت د ولسواليو يو شمېر نورو اوسېدونکو د غزني له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې دغه ستونزې يې هوارې کړي.
د دغو څرګندونو په غبرګون کې د غزني د عامي روغتيا رييس ظاهرشاه نېکمل پژواک ته وويل چې په ځينو ولسواليو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ستونزې شته دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د غزني په ګيرو او اب بند ولسواليو کې له ٢٠١٠ کال راهيسې روغتيايي مرکزونه د ودانۍ د نه شتون له امله تړل شوي دي.
نېکمل ومنله چې ځيني ډاکتران ناروغان خپلو شخصي کتنځايونو ته وربولي چې دغه کار جرم او د ناورغ په حق کې جفا ده.
هغه وويل: ((خو په ځينو حالاتو کې زموږ خلک د دې تمه لري چې د ولسوالۍ په کلينيک کې دې ورته لوى عمليات وشي چې دغه کار ناشونى دى؛ ځکه موږ هر څه د امکاناتو په حد کې کولاى شو.))
نېکمل رد کړه چې په ولسواليو کې دوى د ډاکترانو له کمښت سره مخ دي خو زياته یې کړه چې يواځې د ښځينه ډاکترانو په برخه کې ستونزې لري.
هغه وويل چې په غزني کې د روغتيايي ستونزو د حل په موخه يې د عامې روغتيا وزارت له چارواکو سره خبرې کړې او هغوى ورسره د حل په برخه کې ژمنې کړې دي.
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان د روغتيايي مرکزونو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزې نه جوړوي.
دا لومړى ځل نه دى چې د غزني اوسېدونکي د روغتيايي ستونزو د حل په برخه کې خپل غږ اوچتوي، تر دې وړاندې يې هم دغه کار کړى خو ستونزې يې لا هم پر ځاى پرتې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










